آلماني پولیسو په افغانستان کې خپل ماموریت په موقت ډول ځنډولی
۱۳۹۸ شهریور ۱۸, دوشنبهد آلمان خبري آژانس په برلین کې د آلمان د کورنیو چارو وزارت د ویاند له قوله لیکلي دي چې په «ګرین ویلج» کې د فدرالي پولیسو ودانۍ نوره د اوسیدو جوګه نه ده. تر دې دمخه آلمانۍ مجلې «شپیګل» په دې هکله رپوټ ورکړی وو.
د آلمان د کورنیو چارو وزات د ویاند په خبره یوولس پولیس او د هغوی مشر اوس په کابل کې د آلمان په سفارت کې اوسیږي. زیاته شوې ده چې د دغه پروژې له ۲۲ کسانو څخه نور نیمایي يې د ځای د نه شتون له کبله په مؤقتي ډول له افغانستان څخه راوتلي دي. ویاند په خپلو څرګندونو کې وړاندې ویلي دي، چې د بیا کار کولو د وړتیا موضوع تر اروزنې لاندې ده، چې څرنګه دغه ماموریت ادامه موندلی شي.
د تیرې دوشنبې په ماښام په کابل کې د تاوتریخوالي د وروستۍ څپې په ترڅ کې پر «ګرین ویلج» باندې د یوه موټر بم چاودنه شوې وه چې پکښې ملکیانو او امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې وه. د آلمان ۲۲ فدرالي پولیس او د پراختیایي چارو مرستندویان خوندي ځای ته انتقال شوي وو او کوم زیان ورته نه وو اوښتی. طالبانو د دغه برید مسوولیت منلی وو.