1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلماني پوليسو هغه ښي اړخي ونيول چې غوښتل يې نظام سقوط کړي

۱۴۰۱ فروردین ۲۵, پنجشنبه

پوليسو څلور تنه داسې کسان نيولي چې د آلمان د روغتيا وزير د برمته کولو او د بمي بريدونو د تر سره کولو پلانونه يې درلودل. ويل کيږي چې دغې ډلې »کورنۍ جګړې ته ورته« وضعيت غوښت څو د آلمان ديموکراسي را و پرځوي.

https://p.dw.com/p/49x7N
Deutschland, Eisenach | Bundesweiten Razzien gegen Neonazis
انځور: Martin Wichmann TV/dpa/picture alliance

د آلمان لويديځ په راينلند فالڅ آيالت کې پلټونکي وايي چې د يوې ښی اړخې افراطي ډلې څلور غړي يې نيولي دي چې غوښتل يې د آلمان ديموکراسي نسکوره کړي. دغه څلور واړه نيول شوي آلماني اتباع د پلټونکو په خبره د کوويد-۱۹ يا کرونا ناروغۍ څخه د منکرو کسانو په اعتراضي کړيو او د »رايشسبورګر« په نوم ښي اړخې ډلې پورې اړه لري.

دا څه ډول يوه ډله وه؟

په کوبلنڅ ښار کې آيالتي څارنوالانو او په ماينڅ ښار کې د جنايي پوليسو آيالتي ادارې ويلي دي چې د "Vereinigte Patrioten" (متحدو هېوادپالو) په نوم يوې ډلې پلان درلود چې د آلمان د انرژۍ پر سکتور او زېربنا باندې بمي بريدونه وکړي.

يو بل احتمالي پلان دا وو چې د آلمان د روغتيا وزير، کارل لاوترباخ، د نورو مشهورو څېرو تر څنګ برمته کړل شي. داسې ويل کيږي چې نوموړي ته د دغه پلان په هکله اطلاعات ورکړل شوي ول.

Deutschland | Querdenker-Demo in Frankfurt am Main
د کرونا تدابيرو ضد لاريون کوونکو تر منځ ښي اړخي کسان هم شته.انځور: Boris Roessler/dpa/picture alliance

داسې هم ويل کيږي چې يادې ډلې فکر کاوه چې دغه ډول اعمال به د آلمان د منتخب حکومت د پرځونې امکانات ورته برابر کړي او په پای کې به د دغه هيواد ديموکرات نظام راوپرځيږي.

پلټونکو اوس څه موندلي دي؟

يو تعداد وسلې، د يوه کلاشنيکوف ټوپک په شمول، مرمۍ، پیسې او د سپينو او سرو زرو خښتې د چهارشنبې په ورځ د ټول هيواد په کچه په چاپو کې نيول شوي دي.

پوليسو او څارنوالانو همداراز ګرځنده تليفونونه، د اطلاعاتو زېرمې، کمپيوټرونه او داسې ليکلي اسناد ضبط کړي چې د ډلې پلانونه ورڅخه څرګنديږي. سربېره پر دې د کرونا ويروس د واکسيناسيون او تېستونو جعلي سندونه هم موندل شوي دي.

د چهارشنبې په ورځ نيونې يوه اوونۍ وروسته له دې وشوې چې پوليسو په ټول آلمان کې داسې عمليات وکړل چې د يادو څلورو کليدي کسانو د نيول کېدو سبب شول.

تقريباً ۸۰۰ تنو پوليسو په شپېتو داسې ځايونو باندې چاپې ووهلې چې د نويو نازيانو د "Atomwaffen Division" (د اټومي وسلو لېوا)، "Combat 18" (جګړه ۱۸) او "Knockout 51" (پرځونکې ضربه ۵۱) ډلو پورې يې اړه درلوده.