آلماني وزیر د سلهاو زره کډوالو د اخراجولو پلان لري
۱۳۹۵ شهریور ۶, شنبهاعلان
د آلمان د بایرن ایالت د مالیې وزیر مارکوس سیودر، له شپیګل مجلې سره په مرکې کې وویل چې «که سړی ډیر ښه نیت هم ولري نو دا امکان نه لري چې دومره ډیر کسان چې له بیلابیلو بهرنیو کلتورونو څخه دلته [آلمان ته] راغلي دي په ټولنه کې ادغام شي».
تیر کال آلمان ته له سوریې، عراق، افغانستان او نورو هیوادونو څخه له یوه میلیون څخه ډیر کډوال راورسیدل. آلماني چارواکو په وار وار ویلي دي چې دې هیواد ته رسیدلي ټول کسان به په و نه منل شي او یو شمیر به یې بیرته خپلو هیوادونو ته واستول شي.
د ماليې وزیر وویل: «آن د سوریې په برخه کې هم، ځکه په دې هیواد کې به یو وخت کورنۍ جګړه پای ته ورسیږي.»
دغه آلمان چارواکي همداراز زیاته کړه چې د افغانستان او عراق هیوادونو کډوال همدا اوس هم کولای شي چې د خپل هیواد امنو سیمو ته ولاړ شي.