1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلماني هلک ولې د لیک په پاکټ کې وژونکی لړم ترلاسه کړ؟

۱۳۹۸ مهر ۲۵, پنجشنبه

په آلمان کې د منجمد شویو لړمانو یوه ۱۰ کلن راټولونکي د مړه لړم په ځای د پوست له لارې ژوندی او وژونکی لړم ترلاسه کړی دی. دغه لړم په نړۍ کې یو له وژونکو او خطرناکو لړمانو څځه شمیرل کیږي.

https://p.dw.com/p/3RQFs
Saharaskorpion Androctonus australis
انځور: picture-alliance/WILDLIFE

د آلمان په مونشن ښار کې د چهارشنبې په ورځ د منجمدو لړمانو یوه لس کلن راټولونکي ماشوم د پوستې له لارې د نړۍ یو له تر ټولو خطرناکه ژوندی لړم ترلاسه کړ. په مونشن کې د خزنده ګانو د مرکز په حواله «دغه لړم په نړۍ کې د خطرناکو زهرجنو لړمانو له ډلې څخه دی.»

نوموړي ۱۰ کلن ماشوم غوښتل چې د لړمانو د خپل کلیکسیون لا پسې غني کړي، نو له همدې کبله یې د انترنت له لارې د یوه لړم د رانیولو په برخه کې له خپلې مور څخه د مرستې غوښتنه وکړه. د ماشوم مور په تصادفي ډول، د ژوندیو خزنده ګانو له یوه پلورونکي څخه یاد لړم رانیولی دی. کله چې د پوستې له لارې یاد لړم د دوی کور ته واستول شو، د پاکټ تر خلاصولو وروسته مور او ماشوم ته ژوندی لړم په لاس ورغلی دی.

په مونشن کې د خزنده ګانو مرکز یادونه کوي چې دغه لړم یو له برید کوونکو لړمانو څخه دی. یاد مرکز همدا رازه زیاته کړې: «که دوی بسته خلاصه کړی وای، د مور او یا ماشوم د نیش وهلو امکان ډیر وو او که چیرته پروخت یې بیا درملنه ونه شي، ان د مرګ په بیه تمامیږي.»

تر دغې پیښې وروسته، د ماشوم مور د لړمانو له پلورونکي سره اړیکه نیولې چې په ځواب کې پلورونکي ورته ویلي چې د وژلو له پاره یې باید په الکولو کې ډوب کړي. د ماشوم مور نه غوښتل چې یو بل خطر ومني، نو له دې کبله یې په مونشن کې د خزندګانو له مرکز څخه د مرستې غوښتنه کړې.

لړمان زیاتره د شمالي افریقا او د آسیا لویې وچې په یو شمیر هیوادونو کې موندل کیږي چې له کبله یې په کلني ډول ګڼ شمیر کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي. ټاکل شوې چې په مونشن کې د خزندګانو مرکز به دغه لړم د یوې مودې له پاره په خپل مرکز کې وساتي. په آلمان کې په کورونو کې د دغه ډول زهرجنو حشراتو او خزندګانو ساتل یو غیر قانوني کار دی.