1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلماني سياستوال ولې په مرگ گواښل شوي؟

۱۳۹۸ آبان ۱۳, دوشنبه

د هغو آلماني سیاستوال نوملړ د اوږديدو په حال کې دی چې د ښي اړخو تندلارو له لوري ورته د مرگ گواښونه کیږي. حکومت د دې موضوع په هلکه پلانونه معرفي کړي خو منتقدین وايي چې بدلونونه بايد سملاسي رامنځته شي.

https://p.dw.com/p/3SR8c
Deutschland Symbolbild Rechtsradikale Gewalt
انځور: Imago/IPON

د دوشنبې په ورځ د خپرو شویو رپوټونو په حواله د آلمان د بېلا بېلو سياسی اړخونو سره تړاو لرونکو سیاستوالو د صدراعظمې انگلا میرکل، پر حکومت غږ کړی چې د ښي اړخه افراطيت او کرکې په بنسټ جنايتونو سره د مبارزې پر پلانونو دې په چټکۍ سره عمل وشي.

د بدلون له پاره دا غږ تر هغه وروسته پورته شو چې د آلمان د زرغون گوند پخوانیو مشرانو چم اوڅديمير او کلاوديه روت، ته د نوي نازي ډلې له خوا د مرگ گواښونه وشول. د دې دواړو مشرانو نومونه د فدرالي، دولتي او سيمه ایزو سياستوال په هغه ليست کې شامل دی چې په دې تېرو اوونيو کې ورته د مرگ گواښونه شوي دي.

د کورنیو چارو وزير هورست زېهوفر، د «زود دويچه څاېتونگ» ورځپاڼې ته ويلي چې د مرگ گواښونه ښيي چې آلمان «د ټولنې د خورا زيات سخت دریځه کیدو له ستونزې سره مخامخ دی.»

د ميرکل د محافظه پاله گوند د پارلماني ډلگۍ مرستيال مشر تورستن فراې، وويل چې په نظر کې لري چې د افراطيت سره د حکومت د مبارزې بسته ډېر ژر پر يوه قانون بدله کړي.

نوموړي د «دي ویلت» ورځپاڼې ته وويل: «موږ به اوس د هر امکان څخه کار واخلو څو د دې زمینه برابره شي ړچې دا پلان ډېر ژر د پارلمان له خوا د قانون په توگه تصويب شي.»

Cem Özdemir Politiker Bündnis 90/Die Grünen
ترکي الاصله آلمانی سیاستوال چم اوڅديمير چې د مرگ گواښونه ورته شويانځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

د حکومت په پلان کې په انترنت کې د کرکې او پارونې ډکې ويناوې او د ښي اړخ افراطيت سره د مبارزې اقدامات شامل دي او همدا راز د ټولنیزو رسنيو د داسې شرکتونو سره همکاري چې آلماني چارواکو ته د هغه کارونکو «آې پي» ادرسونه ورکولی شي چې د کرکې ډکې ويناوې او نور جنايي مواد خپروي.

د کورنيو چارو وزارت پارلماني منشي شتیفان ماير، د «پساور نوې پريسه» ورځپاڼې ته وويل: «هغه څوک چې په انترنت کې پارونکي پوستونه کوي او يا خلک گواښي په راتلونکي کې بايد هرو مرو لا زيات کلک او په موثره توگه تعقيب شي.»

«ښي اړخه افراطيان په اصل کې د مرگ گواښونه عملي کوي»

د زرغون گوند سياستوالې ريناتا کيوناست د «دي ويلت» ورځپاڼې ته وويل چې هغه د ښي اړخه تندلارو سره د مبارزې د حکومتي پلان څخه ملاتړ کوي «خو دا به لا ښه وي چې که چېرې دا [پلانونه] په قانون بدل او ژر علمي شي».

هغې زياته کړې چې ښي اړخه تندلارې ډلې يو ځانگړی خطر پيښوي ځکه چې دوی پر خپلو گواښونو عمل کولو ته هم چمتو دي. نوموړې يادې ورځپاڼې ته وويل: «د والتر لوبيک د قتل او په هاله ښار کې له بريد سره موږ وليدل چې ښي اړخه افراطيان په رښتيا د مرگ خپل گواښونه عملي کوي.»

په اکتوبر مياشت کې د آلمان په هاله ښار کې هغه وخت دوه کسان ووژل شول چې ښي اړخو تندلارو يوې کنيسا ته د داخليدو هڅه کوله. په جون مياشت کې د ميرکل د گوند يو سيمه ایز سياستوال چې د کډوالۍ پلوی وو، د يوه نوي نازي له خوا په ډزو وژل شوی وو.

bs/ms (Rebecca Staudenmaier)

زموږ له آرشيف څخه: