1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ناورين

آلماني رسنۍ: په آلمان کي ۱۰ زره کسان گرمۍ وژلي دي

۱۳۹۸ مرداد ۱۴, دوشنبه

په آلمان کي سختي گرمۍ د مړيني کچه لوړه کړې ده. د فرانکفورتر آلگماينه په نامه ورځپاڼه ليکلي دي چي کارپوهان په ۲۰۱۸م کال کي په دغه هيواد کي د گرمۍ له امله د مړه سوو کسانو شمير ۱۰ زره ښودلی دی.

https://p.dw.com/p/3NMlm
Hitze in Deutschland
انځور: Imago Images/M. Stauffenberg

فرانکفورتر آلگماينه ورځپاڼي، د آلمان د مسئولو چارواکو د مقدماتي شمېرو په حواله ليکلي دي چي د دوبي مياشتي د آلمان د اوسيدونکو له پاره مرگوني سوي دي. دا په داسي حال کي ده چي د مړيني کچه د جولای او اگست په مياشتو کي په نسبي ډول کمه سوې او د مړيني زياتره پيښې په ژمي کي د يخنۍ له وجي رامنځته کيږي.

د آلمان د فدرال ادارې په خبره د ۲۰۱۸م کال په اگست مياشت کي دومره پيښي سوي چي له ۲۰۰۳م کال راهيسي يې ساری نه وو ليدل سوی.

ورځپاڼي ليکلي دي چي کارپوهانو داسي شمېرې اعلان کړي چي په ۲۰۱۸م کال کي په آلمان کي د نژدې ۱۰زره کسانو د مړيني علت د حرارت درجې لوړوالی ښوول سوی دی.

خو د پوتسدام د پلټنو له انستيتوت څخه يورگن کروپ نوموړې ورځپاڼي ته ويلي دي چي موږ نه سو کولاي په مستقيم ډول د ټولو مړيني علت يوازي گرمي وبولو. د هغه په خبره د گرمي څپې په زړو خلکو کي د مړيني خطر زياتوي، خو په خپله گرمي په يوازي سر د مړيني سبب نه گرځي.

خو د جرمني د هوا پيژندني له ادارې څخه اندرياس ماتساراکيس بيا بل نظر لري او وايي چي اوسني ارقام ښيي چي په وروستيو کلونو کي د دوبي په موسم کي د مړيني کچه زياته سوې ده. دا ځکه چي د گرمو وختونو دوره اوږده سوې چي دا کار د اقليم د بدلون نتيجه ده. خو بيا هم تر اوسه قاطع نتيجې ته نه يو رسيدلي.

په تيره بيا زاړه او ناروغه کسان له سخت گواښ سره مخامخ دي

د فرانکفورتر آلگماينه ورځپاڼه د رپوټ له مخي چي د جرمني په ۱۵ ايالتونو کي د تر لاسه سوو ارقامو له مخي جوړ سوی دی، د جولای مياشتي له ۲۳مي او اگست مياشتي تر نهمې نيټې ترمنځ د مړه سوو کسانو په شمير کي د ۲۰۱۷ کال په پرتله څه د پاسه ۸۰۰۰ کسان زيات سوي دي.

د دغو ارقامو له مخي، يوازي د باډن وورتمبيرگ په ايالت کي شاوخوا ۲۰۰۰ انسانان د گرمۍ په نتيجه کي د مختلفو دلايلو له مخي خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په تيره بيا زاړه کسان د گرمۍ له امله، د زړه د ناروغيو، او د تندي له امله له جسماني ناروغيو سره مخامخ کيږي.

د ۲۰۰۳م کال په دوبي کي چي بې ساري گرمي رامنځته سوه، نژدې دوه زره او ۷۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. د ۲۰۰۶ او ۲۰۱۵م کال په دوبي کي هم د ۲۰۰۰ په شاوخوا کي انسانان د جولای او اگست مياشتو په ترڅ کي د سختي  گرمۍ له امله مړه سوي دي.

AG/فارسي/گ.پ