1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

آلماني داکتران: خپلې پيسې په ویټامیني تابلیتونو مه ضایع کوئ

۱۳۹۸ مهر ۲۲, دوشنبه

آلماني داکتران وایي چې د ویټاميني تابلیتونو استعمال دومره ګټه نه لري او ځني وختونه خو حتی بدن ته تاوان رسوي. د یوې څیړنې پایلې ښيې چې دغه تابلیتونه پر روغتیا او د عمر پر اوږدوالي تاثیر نه لري.

https://p.dw.com/p/3RBAi
Symbolbild Früchte und Pillen
انځور: Colourbox

د هغو ویټامين لرونکو ګولیو یا تابلیتونو استعمال چې د داکتر نخسې ته اړتیا نه لري، د امریکا متحده ایالاتو په ګډون د نړۍ په ډیر شمیر هیوادونو کې محبوب دي. امریکایي اتباع په اوسط ډول په کال ۲۸ میلیارده ډالره د ویټامين او معدني موادونو درلودونکو تابلیتونو په خریدارۍ مصرفوي.

د دغو تابلیتونو استعمال په آلمان کې هم مخ پر ډیریدو دی او په ۲۰۱۷ م کال کې له ۱،۳۱ میلیارده ډالرو څخه په ۲۰۱۸م کال کې ۱،۴۴ میلیارده ډالرو ته لوړ شوی دی.

د دغو تابلیتونو تولیدونکي شرکتونه خلکو ته وعده ورکوي چې دا یي د بدن دفاعي سیستم د پیاوړې کولو له پاره ګټور دي، ستاسې د زړه او رګونو ساتنه کوي او د بدن د اړینو موادو اړتیا مو پوره کوي، هغه هم بی له جانبي عوارضو څخه.

ډیر شمیر داکتران دې خبرې ته د شک په سترګه ګوري او اوس خو حتی د دغو تابلیتونو د اوږدمهاله کارونې د خطر په هکله خبردارې ورکوي.

د آلمان په ویسبادن ښار کې داکترانو د ۲۰۱۹ م کال په څیړنیزه کنګره کې د دغو تابلیتونو په هکله د نویو تحقیقاتو د پایلو د وړاندې کولو ترڅنګ خبردارې ورکړ چې بی د داکتر له نخسې د دغو معدني موادو او ويټامین لرونکو تابلیتونو استعمال خطر لري.

دوی په دې باور دي چې سالمه او متوازنه تغذیه د بدن ټولې اړتیاوې بشپړوي او ټینګار کوي چې د هر انسان د بدن ضرورت له یوه بله توپیر کوي او په خپل سر د دغو موادو کارول عاقلانه کار نه دی.

 دوی د دغو تابلیتونو کارونه یوازې د مشخصو کسانو له پاره ګټور بولي، د بیلګې په توګه هغه کسان چې سره غوښه، لبنیات او د چرګې هګۍ نه خوري هغوې ته سپارښتنه کوي چې د B12 ویټامين څخه دې استفاده وکړي.

د تغذیي آلماني متخصص داکتر یورګن شول مریش، وایي: «زاړه خلک لږ له کوره د باندې راوځي او د هډوکو د ماتیدو یا ورستیدو له ګواښ سره مخامخ وي.»

پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ:

د انسان بدن د خپلې اړتیا وړ ويټامين D په عمده ډول د لمر له وړانګو څخه ترلاسه کوي. په زړو یا د پاخه عمر لرونکو کسانو کې د دغه ویټامین کمښت د هډوکو د نرمیدو یا ورستیدوعمل ته چټکتیا ورکوي.

اوږدمهاله مصرف یې خطر لري

د څو پراخو څیړنو پایلو ثابته کړې ده چې د دغو ویتامينونو استعمال کوم مثبت تاثیر نه لري. د بیلګې په توګه د یوې ۱۵ کلنې څیړنې چې د ۱۴۰۰۰ داکترانو له خوا ترسره شوی ده ښيې چې د دغو تابلیتونو اوږدمهاله استعمال د دوی پر روغتیا هیڅ ډول مثبت تاثير نه دی کړی.

د ۴۹ نورو څیړنو چې په مجموع کې ۲۹۰ زره کسانو په کې ګډون کړی دی ښیې چې چې ویتامين ,C,D,K او د معدني موادو پوره کونکي لکه مګنیزیم، سلنیوم او د امګا ۳ د غوړ اسیدونه د سرطان، زړه او د وینې فشار په څیر ناروغیو په وقایې او مخنيوي کې کوم تاثیر نه لري.

متخصصين په عین وخت کې ټینګار کوي چې د اسید فولیک په څیر د ځینو داسې تابلیتونو استعمال که څه هم کیدای شي د زړه او فشار پر ناورغیو د اخته کیدو خطر یو څه را کم کړي، خو کیدای شي د پروستات د سرطان په څیر په ځینو سرطاني ناورغتیو د اخته کیدو چانس زیات کړي.

دې ته ورته خطر د ویټامينونو په هکله هم موجود دی. د بیلګې په توګه په دې برخه کې څیړنې ښيې چې په لوړ یا ډیر دوز کې د ویټامين استعمال کیدای شي ځګر ته تاوان ورسوي او د حجرو د سرطاني کیدو سبب وګرځي.

دویچه ویله/ش.ن/ا.ا