آلماني ایالتي چارواکي: ناسمو خبرونو د کیمنتڅ ګډوډۍ پارولي
۱۳۹۷ شهریور ۷, چهارشنبهآلماني چارواکو په ټولنیزو رسنیو کې پر خپرو شویو «ناسمو خبرونو» يا (fake news) باندې د کیمنتڅ ښار د تیرو دوو ورځو ښي اړخو مظاهرو پړه اچولې. دغه مظاهرې له تاوتریخوالي هم ډکې وې.
د زاکسن د ایالتي حکومت مشر میشایل کریچمر، وویل: «موږ باید دا خبره ومنو چې د انترنت له لارې د خلکو راټولو د پخوا په پرتله ډیر وو.»
د یکشنبې ورځې (د ۲۰۱۸ کال د اګست ۲۶مه نېټه) په لومړیو ساعتونو کې د یوه ۳۵ کلن آلماني وژل کیدل، چې عاملین یې په احتمالي توګه له سوریې او عراق هیوادونو څخه دوه پناه غوښتونکي وو، د دوو ورځو مظاهرو لامل شوي دي. د مظاهره کوونکو په پاریدو کې یو لامل دا هم وو، چې په ناسمه توګه ادعا شوې وه چې دغه کس له یوې نجلۍ څخه د دفاع کولو پر مهال وژل شوی.
دغه ادعا تر ډیره حده پورې په ټولنیزو رسنیو کې د مظاهرو د ښې اړخو تنظیموونکو او د «پرو کیمنتڅ» په نوم یوې بلې تظیموونکې ډلې له خوا خپره شوې خو پولیس بیا وروسته وویل چې شوې ادعا ناسمه ده.
میشایل کریچمر وویل چې تر ادعا وروسته د «له بهرنیو څخه کرکه لرونکو څرګندونو، ناسمو معلوماتو او دسیسه اي تیوریو پر اساس غوسه رامنځ ته شوې ... دا غوسه د ناسمو خبرونو پر اساس رامنځ ته شوې وه».
پولیسو ویلی دي چې دغه کس د دوو شکمنو وګړو په ګډون د دوو ډلو تر منځ د شخرې په پایله کې په چړې وهل شوي. زیاته شوې ده چې دواړه ډلې د نارینه و وې. دوه شکمن کسان اوس د پولیس په بند کې دي او د انسان وژنې په تور ترې څیړنې کیږي.
د دې آلماني د وژل کیدو له کبله په شویو مظاهرو کې شاوخوا ۶۰۰۰ ښې اړخو ګډون کړی وو. خو د ښې اړخو پر ضد بيا ۱۰۰۰ تنو نورو کسانو هم مظاهرې وکړې. پولیسو په یوې بیانیه کې ویلي چې دوه پولیس، نهه ښې اړخې مظاهره کوونکي او نهه د ښې اړخو ضد مظاهره کوونکو د نښتو په پایله کې ټپي شوي.
د زاکسن ایالت د کورنیو چارو وزیر رولاند وولر، ویلي چې ښې اړخو د فوټبال د مینوالو د ورانکارو ډلو په مرسرته د آلمان له بیلابیلو برخو څخه خلک په مظاهره کې ګډون ته هڅولي دي.
د سه شنبې په ورځ د زاکسن ایالت پر پولیسو باندې نیوکې شوې چې د متقابلو مظاهرو په کنترول کې پاتې راغلي دي. د دوشنبې په ورځ بیا د پولیسو یوه چارواکي ومنله چې سیمې ته ۵۹۱ استول شوي پولیس د وضعیت د کنترول له پاره کافي نه وو.
د نازیانو منع شوې سلامي وهل شوې
د یکشنبې او دوشنبې په ورځ د مظاهرو په جریان کې د ښې اړخو له خوا پر بهرنیانو بریدونه شوي دي. د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل هم دغه پیښې غندلې دي او هغه یې د «بدماشانو کارونو ته ورته» بللي: «موږ داسې ثبت شوي ویدیوګانې لرو چې ښيي د مظاهرو پر مهال سپکاوي شوي، بدماشانو ته ورته اقدامات شوي، په واټونو کې کرکه موجوده وه او دا هر څه زموږ په هیواد کې د قانون له حاکمیت سره په ټګر کې دي.»
د آلمان ولسمشر فرانک والتر شتاینمایر، ویلي دي چې پر چړې باندې د یوه کس د وهلو له پیښې څخه د دې له پاره ناوړه ګټه پورته شوې چې «د بهرنیو څخه کرکه او تاوتریخوالی واټونو ته راوایستل شي». هغه د دې پېښو د عاملینو د موندلو غوښتنه کړې ده.
څارنوالو دا هم ویلي دي چې لس کسان له دې کبله تر څیړنو لاندې دي چې د لاریونونو پر مهال یې د نازیانو د وخت منع شوې سلامي وهلې ده. دغه کسان د دوشنبې په ورځ د پولیسو له خوا د ثبت شویو ویدیو پر اساس تر څیړنو لاندې دي. په آلمان کې ټول هغه سمبولونه، انځورونه، شعارونه، یونیفورمونه، سندرې او سلامۍ منع شوې دي چې د نازیانو د رژیم د ستایلو په موخه کارول کدای شي.
(dpa, AFP)