آلماني او بريتانوي هوايي شرکتونو قاهرې ته الوتنې ځنډولي
۱۳۹۸ تیر ۳۰, یکشنبهد يوه وياند په حواله د آلمان لوفتهانزا شرکت د شنبې په ورځ یوازې له مونشن او فرانکفورت ښارونو څخه قاهرې ته الوتنې ځنډولې دي. د دغه هوايي شرکت په حواله عادي الوتنې به نن يکشنبه (د ۲۰۱۹ کال د جولای ۲۱مه) بېرته پيل شي. له دې مخکې يوه وياند ويلي ول چې دا احتياطي تدابير دي «په داسې حال کې چې د وضعيت ارزونه روانه ده.»
بريتانوي بريتيش اير ويز شرکت هم اعلان وکړ چې د مصر پلازمېنې قاهرې ته به خپل پروازونه متوقف کړي، البته د اوو ورځو له پاره. په خبره يې دا د امنيتي ارزونو له کبله عادي احتياطي تدابير دي چې په ټولو هوايي ډګرونو کې وخت نا وخت نيول کيږي.
له ترهګرۍ څخه خبرداری
د مصر د هوايي ډګرونو د حفاظت د ادارې په حواله بريتانويانو د قاهرې هوايي ډګر د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو ارزولی دی چې په اړه يې جزئيات بيا خپاره نه شول. د مصر د هوايي چلند وزارت وويل چې د بريتانيې له سفارت او په قاهره کې د بريتيش اير ويز له شرکت سره په تماس کې دی.
د بريتانيې د بهرنيو چارو وزارت د مصر په لور د سفرونو له پاره د ترهګرۍ د احتمال ډېرېدلو ته اشاره کوي چې د ډېرې مودې راهيسې تفريحي ځای شرم الشيخ ته له سفر کولو څخه خبرداری ورکوي. د مصر په دغه ښار کې په ۲۰۱۵ کال کې يوه روسۍ الوتکه له پرواز لږ وروسته د اسلامي دولت ډلې له خوا د يوه بم په واسطه په نخښه او نسکوره شوه. ټول ۲۲۴ مسافرين په دغه پېښه کې ووژل شول.
hk/ml (dpa, rtr, afp)
زموږ له آرشیف څخه: