آلماني او ایراني چارواکي ښايي په نیویارک کي سره وویني
۱۳۹۸ شهریور ۳۰, شنبهداسي معلومیږي چي په نیویارک کي د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کي، په ۲۰۱۵م کال کي د ایران د اټومي تړون د برخوالو هیوادنو ترمنځ دې یوه لیدنه وسي. خو امريکا متحده ايالات به په دغه ملاقات کې ګډون و نه کړي.
څو ډيپلوماتانو له آلمان خبري آژانس سره په خبرو کي تایید کړې ده چي ښايي د راتلونکي چهارشنبې په ورځ (د سپتمبر ۲۵ مه) به د آلمان، فرانسې، بریتانیې، روسیې او چین د بهرنیو چارو وزيرانو ترمنځ یوه پلان سوې لینه کتنه تر سره سي. په دې غونډه کي به ایران هم برخه واخلي.
د ایران د بهرنیو چارو وزير محمد جواد ظریف، هم د ایراني ژورنالستانو په مخکي دغه ډول یو ملاقات تایید کړی دی. هغه همدارنگه د امريکا متحده ايالاتو نوي تعزیرات «د مایوسي له مخې یو عمل» بللی دی.
د امريکا متحده ايالاتو له خوا له ایران سره د اټومي تړون تر لغوه کیدو وروسته د تړون نور لاسلیکوونکي هیوادونه غواړي د واشنګټن او تهران ترمنځ د ترینګلتیا پر زیاتیدو سربیره هم، دغه تړون وژغوري.
د آلمان له اړخه به د بهرنیو چارو وزير هایکو ماس، په نیویارک کي د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کي برخه واخلي. د ایران له اړخه د هغه سیال جواد ظریف تر څنگ جمهور رييس حسن روحاني، هم د امريکا په متحده ايالاتو کي دي.
خو د روحاني او دونالد ترمپ تر منځ یوه لیدنه کتنه، چي په اړه یې ډیري اوازې موجودي وې، ښکاري چي د سعودي عربستان د نفتو پر تأسیساتو باندي تر حملې وروسته ناممکنه سوې ده.
که څه هم د دغي حملې مسؤلیت د یمن حوثي یاغیانو پر غاړه اخیستی دی خو امريکا متحده ايالات پړه پر ایران باندې اچوي. په همدې دلیل د جمعې په ماښام (د سپټمبر ۲۰مه نیټه) امريکا متحده ايالاتو سیمي ته د نورو ځواکونو د لیږلو اعلان هم وکړ.
له بلي خوا بیا د ایران له ملاتړه برخمنو حوثي یاغیانو د جمعې په ورځ یو وړاندیز وکړ چي پر سعودي عربستان باندي به د توغندیو او د بې پیلوټه الوتکو حملې بندوي، په دې شرط چي هغوی هم خپلو حملو ته خاتمه ورکړي.
د حوثي یاغیانود سیاسي شورا رییس مهدي المشاط، په یوې ټلویزوني بیانیه کي وویل: «موږ هیله لرو، چي ریاض زموږ د ابتکاراتو په مقابل کي مثبت عکس العمل وښيي.»
خوهغه ګواښ ورکړ چي که سعودي خپلو بمباریو او هوايي حملو ته ادامه ورکړي نو حوثي یاغیان د دې حق لري چي د هغه په مقابل کي عمل وکړي. المشاط په خپله ټلویزونی وینا کي دا هم وویل چي د صنعا د هوايي میدان تحریم دي ژر تر ژره خاتمه پیدا کړي او د حدیده بندر ته د کښتیو د ورتگ مخنیوی دي ونه شي. حوثي یاغیانو پنځه کاله دمخه د یمن پلازمینه صنعا ونیوله. تر هغه لږ وروسته سعودي عربستان او نورو عربي متحدینو یې د یمن په دغه بحران کي مداخله وکړه. ملګرو ملتونه په یمن کي وضعیت په اوس وخت کي د نړۍ تر ټولو خراب بشري حالت توصیف کړی دی.
qn/ms (dpa)