آلمانان او له کچالو سره د دوی بې حده مینه
آلمانان له کچالو سره دومره مینه لري چې یو وخت به یې پاچاهانو ساتنه کوله او د مڼو له مربا سره به خوړل کیدل. په دې انځوریز البوم کې یې په هکله داسې معلومات راټول شوي چې ښايي د کچالو په هکله مو تر دې مخکې نه وي لوستلي.
کچالو د آلمانانو د پیژندنې نخښه
کچالو چې په هره بڼه پاخه شي، دوی د آلمانانو د خوړو لویه برخه تشکیلوي. آلمانان په کال کې في کس په اوسط ډول ۶۰-۶۵ کیلوګرامه کچالو مصرفوي. دوی کچالوان یا په سوپ [شوروا]، حلوی شوي ډول، په غوړو کې سره شوي او یا د چپسو په توګه مصرفوي.
یو وخت به سربازانو د کچالوانو ساتنه کوله
د لومړي ځل له پاره په ۱۶۳۰م کال کې کچالو آلمان ته د بولیویايي او پیرویايي اتباعو له لوري راوړل شول. د فریدریک دويم په نامه یوه پاچا د کچالوانو اقتصادي او خوراکي ارزښت درک کړ. نوموړي ان ځايي بزګر په دې بهانه وهڅول چې د ځمکې مڼې وکري او بیا یې وروسته سرتیري وګمارل څو د کچالو له پټیو ساتنه وکړي.
د کچالوانو بیلابیل ډولونه
نن ورځ په نړۍ کې د کچالوانو شاوخوا ۵۰۰۰ بیلابیل ډولونه کرل کیږي او د خوړو له پاره د مناسب کچالو انتخاب ډیر مهم وي. کچالوان یوازې د رنګ له پلوه نه دي ویشل شوي بلکې د پخولو طرز د دوی ډولونه سره جلا کوي. کلک کچالوان د چپسو او سلاد جوړولو له پاره مناسب وي او نرم یې بیا د حلوی په څیر خوراکونو له پاره مناسب وي.
د کچالوانو ډولونه او په سلاد کې یې استفاده
کچالوان په آلمان کې په بیلابیل ډولو پخیږي او مصرفیږي. ځینې په غوړیو کې سره کیږي او ځینې نور بیا ټوکول کیږي او د حلوی په څیر له خوړو سره یوځای استفاده کیږي. په هر ترتیب، د آلمانانو په غذایي مینو کې کچالو ځانګړی ځای لري.
آلماني ډوله چپس
په آلمان کې په کال کې په اوسط ډول في کس د شاوخوا ۶۵ کیلوګرامه مصرف کیدونکو کچالوانو له ډلې څخه یوه برخه یې هم چپس تشکیلوي. د شاوخوا ۲۵۰۰ کیلوګرامه چپسو د جوړولو له پاره شاوخوا ۱۰ زره کیلوګرامه کچالو مصرفیږي. که څه هم چپس د آلمانانو خپل خواړه نه دي، خو بیا یې آلمانان په شوق سره خوري.
په غوړیو کې سره شوي چپس
په آلمان کې فرنچ فرایز یا په غوړیو کې سرو شویو چپسو ته پومیس ویل کیږي او دغه راز چپس د آلمانانو له زیاتره خوراکونو سره یوځای خوړل کیږي. په آلمان کې د سړکونو په سر هم چپس له مختلفو ساسونو سره خرڅیږي او خلک یې ان د اصلي خوړو په توګه هم کاروي.
ډاډه شوي یا په اور کې پاخه شوي کچالو
په آلمان کې کچالو له پوستکي سره هم په اور او یا په برقي داش کې ډاډه کیږي. دغه راز کچالوان یا له چکې او یا هم نورو ساسونو سره یوځای استفاده کیږي.
د عیسویانو د اخترونو پرمهال د کچالوانو ډیره استفاده
د عیسویانو د اختر په ورځو یا کریسمس کې هم کچالوان ډیر علاقمندان پیدا کوي او زیاتره له پیازو سره ګډ شوي د خوړو په توګه کارول کیږي. آلماني ماشومان هم د کچالوانو ډیر علاقمندان دي او په خوند یې استفاده کوي.
په آلماني ژبه کې کچالوانو ځای
د آلماني ژبې په ضرب المثلونو کې هم کچالو ځانګړی ځای لري. په آلماني ژبه کې یو مشهور ضرب المثل دی چې «تر ټولو احمق بزګر ستر کچالو ترلاسه کوي» چې د انګلیسي ضرب المثل «بخت د احمقانو مل وي» مترادف دی. له دې ښکاري چې آلمانان نه یوازې په خوړو کې کچالوان خوښوي بلکې دوی یې په هکله خبرې هم خوښوي.