آلمان ۵۶۰۰ افغانانو ته ويزې ورکړي دي
۱۴۰۰ دی ۸, چهارشنبهله هغه راهيسي چي د روان کال د اگست مياشتي په نيمايي کي وسله والو طالبانو کابل نيولی، د آلمان خارجه نمايندگيو تر ۵۶۰۰ زياتو افغانانو ته ويزې ورکړي دي.
د فرانس پرس خبري آژانس د خبر له مخي دغه ويزې په افغانستان کي د آلماني پوځ او نورو ادارو ځايي همکارانو، د هغوی د کورنۍ غړو او و محافظت ته اړمنو نورو کسانو ته ورکړل سوي دي.
د »فونکه« په نوم رسنيزي ډلې د آلمان د باندنيو چارو وزارت په حواله راپور ورکړی دی چي يوازي د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کي د آلمان سفارت تر اوسه د ويزې ۳۷۰۰ درخواستونو ته مثبت جواب ورکړی دی.
زياته سوې ده چي د آلمان باندنيو نمايندگيو په اسلام آباد او نوي ډلي کي ۱۱۰۰ داسي ويزې جاري کړي دي چي په آلمان کي د اوسېدونکو افغانانو سره د هغوی د کورنۍ د يوځای کېدو په مقصد غوښتل سوي وې.
له افغانستان څخه د آلمان او نورو باندينو عکسرو د وتلو پر وخت په زرونو ځايي همکاران او د هغوی کورنۍ په افغانستان کي پاته سول. د آلمان حکومت هڅه کوي چي د آلماني ادارو ځايي همکاران له افغانستان څخه آلمان ته راولي، ولي چي ورڅخه د طالبانو د غچ اخيستنې اندېښنه لري.
آ./ا.ا.
پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور(15.02.2017):