آلمان: یوه اته کلن هلک پر لويې لاري موټر ځغلولی دی
۱۳۹۸ شهریور ۳, یکشنبهد آلمان د پولیسو په حواله، دغه پیښه د دې هیواد دورتمند ښار ته څیرمه د تیرې جمعې په ورځ (د اګست میاشتې په ۲۲مه نیټه) د شپې پرمهال رامنځ ته شوې ده. د دې ماشوم مور د شپې په ۱۲ بجو پولیسو ته زنګ وهلی او د خپل ځوی د لادرکه کیدو احوال یې ورکړی دی. له دې کابو یو ساعت وروسته، ماشوم له موټر سره یوځای د دورتمند پر یوه لویه لار ولاړ موندل شوی دی.
د آلمان د خبري آژانس یا ډي. پي. اې په حواله، دغه ماشوم د زوسټ په نامه په سیمه کې له خپلې مور څخه د اتومات موټر کليد (کلي) پټه کړې او پر لویې لارې یې موټر برابر کړی دی. د معلوماتو له مخې نوموړي هلک د ۱۴۰ کیلومتره في ساعت په سرعت سره موټر چلولی او تر ۸ کیلومتره مزل او د روغتیايي حالت تر خرابیدو وروسته موټر پر لویه لار درولی دی. نوموړي هلک نه یوازې دا چې په قانوني توګه یې د سړک په څنډه موټر درولی او د دریدو څراغونه یې چالان کړي بلکه د نورو موټرو د خوندیتوب له پاره احتیاطي علایم هم د سړک پر غاړه ایښې دي.
تر دریدو وروسته، کله چې پولیس سیمې ته ورسیدل، نو هلک په ژغړوني غږ ورته وویل: «ما غ وښتل چې یوازې لږ موټر وچلوم.» پولیسو پر ټولنیزه رسنۍ د نوموړي ماشوم عکس العمل هم خپور کړی او ورسره یې لیکلي چې د شپې په تیاره کې پر لویه لار یوه ماشوم په ساعت کې ۱۴۰ کیلومتره سرعت سره یو موټر چلولی دی. د دې پیښې په زړه پورې اړخ دا دی چې په دې ټول داستان کې چاته ځاني او مالي زیان نه دی اوښتی.