آلمانۍ محکمې يو افغان په ۷ کاله حبس محکوم کړ
۱۳۹۷ شهریور ۱۷, شنبهدغه افغان په ۲۰۱۵م کال کې د يوه مهاجر په توګه آلمان ته راغلی وو او ادعا يې کړې وه چې دی لا کم سنه دی. دا چې د مجرم عمر ۱۷ کاله تعيين شوی، محکمې د هغه د حبس موده د تنکيو ځوانانو د قانون پر اساس لنډه کړې ده.
د دارمشتات محکمې موندلې ده چې دغه تنکي ځوان خپله پخوانۍ ملګرې د چړې په وسيله ډیره سخته ټپي کړې وه. محکمې ويلي دي چې دغه پيښه د ۲۰۱۷م کال د کرسميس جشن څخه يوازې څو ورځې مخکې رامنځ ته شوې وه.
پر دغه مهاجر تور دی چې نجلۍ ته يې بدني صدمه رسولې او د وژلو له پاره يې هڅه کړې ده. داسې ښکاري چې دغه پريکړه به ښايي په آلمان کې د مهاجرو له خوا د جرمونو د ترسره کولو په تړاو بحثونه راپورته کړي.
حاضردمه په محکمه کې دوه داسې دوسيې پرتي دي چې په هغې کې پر افغان مهاجرو د دې تور دی چې د چاقو په وسيله يې د ېوې ځوانې ښځې د وژلو هڅې کړي دي. دویمه دوسيه د آلمان د شمالي ښار فلينسبورګ په محکمه کې ده.
د دوشنبې په ورځ دې ته ورته دريم حکم د آلمان په لويديځ ښار لنداو کې هم صادر شوی وو.
د لنداو ښار محکمې يو پناه غوښتونکی چې ګمان ورباندې کيږي له افغانستان څخه به وي، په اته کاله او شپږ مياشتې حبس محکوم کړ. دغه پناه غوښتونکي د تيرکال کرسميس جشن څخه لږ وروسته خپله يوه پخوانۍ ۱۵ کلنه ملګرې د چړې په ګوزارونو وژلې وه.
له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: