آلمان کې هوا ډیره ګرمه شوې
د دوبي د پیلیدو لا څو ورځې نه دي تیري چې په آلمان کې هوا ډیره ګرمه شوې ده. د اروپا د شمال خلکو له پاره دغه ډول تودښت معمول نه دی. د ګرمۍ په دې ورځو کې په آلمان کې د ورځني ژوند انځورونه.
په آلمان کې د دوبي له پيلیدو سره هوا ډیره ګرمه شوې ده. د اروپا په شمال کې د خلکو له پاره دومره تودخه معمول نه ده. په دغو ورځو کي ډېر ځوانان کوښښ کوي چي خپل وخت په اوبو کي تير کړي.
ګرمۍ ته د برلین د اوسیدونکو غبرګون: د شپري په سیند کې د اوبو حوض.
په برلین کې یوه پخوانۍ بار وړونکي کښتۍ د شپري په سیند کې په حوض بدله شوې ده چې د ګرمۍ په ورځو کې د خلکو هرکلی کوي.
«نن کویت ۵۴ درجې، سبا آخن؟»، دا شعار په آخن کې د اقلیمي بدلون او د ځمکې د کرې د تودوښي د لوړیدو په غبرګون کې د شنبې د ورځې د مظاهرو دی چې په آخن ښار کې شوې وې.
اهلي حیوانات هم د ګرمۍ په ورځو کې اوبو ته اړتیا لري.
د مونشن ښار اوسیدونکو له ګرمۍ څخه د خلاصون له پاره د ایزار سیند ته ورغلي.
د اپارتمانونو به بالکونو کې د لمر د مخنیو له پاره چترۍ پرانیستل شوي. په فرانکفورت کې هم د تودوخې درجه له ۳۵ اوښتې.
په اوبو کې لوبې کول د ماشومانو له پاره ښه ساتیری دی. د آلمان په ډیرو ښوونځیو او وړکتونونو کې د ګرمۍ په ورځو کاري ساعتونه کم شوي.
اوبه په ګرمۍ کې ډیرې ګټورې بلل کیږي. په دې ګرمۍ کې چې څومره کولی شئ اوبه وڅښئ.
آلمان تیر کال هم سخته ګرمي تجربه کړله. په ډیرو سیندونو کې اوبه دومره کمې شوې او د راین په څیر سیند کې د کښتیو تګ راتګ محدود شوی وو.
په ۲۰۱۸م کال کې ګرمۍ او بې سارې وچکالۍ بزګرانو او د هغوی حاصلاتو ته زیان اړولی وو.
ګرمۍ سړکونو، لوی لارو او آن هوایي ډګرونو (انځور کې چې لیدل کیږي) ته زیان رسولی دی.
د ډیرو پارکونو ونې او چمنونه په تیر دوبي کې دومره له وچکالۍ سره مخامخ شوي ول چې د پولیسو د اوبو پاشلو له موټرو څخه په پارکونو کې د اوبو رسولو له پاره کار واخیستل شو.