1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان کي پارلماني ټاکنې ـ د نوي حکومت جوړول به آسانه نه وي

۱۴۰۰ مهر ۴, یکشنبه

د يکشنبې په ورځ په آلمان کي د مرکزي پارلمان بُنډسټاګ ټاکنې تر سره سوې. لومړۍ وړاندويني ښيي چي د راتلونکي ائتلافي حکومت جوړول به آسانه نه وي.

https://p.dw.com/p/40tPp
Bundestagswahl 2021 | Briefwahl Auszählung an der Kölner Messe
په دغو ټاکنو کي زیات شمير آلمانيانو د ليک له لاري هم خپله رايه اچولې وهانځور: Rolf Vennenbernd/dpa/picture alliance

په آلمان کي د يکشنبې په ورځ په ځايي وخت د ماښام په شپږو بجو د رايي اچونې مراکز وتړل سول. د دغو مراکزو د تړل کېدو سره سم د ټاکنو د ممکنه پايلو په هکله لومړۍ وړاندوينې او وروسته د لومړيو او غير حتمي شمېرنو پر اساس تخميني اعداد او شمېرې خپرې کړل سوې.

د دغو غير حتمي شميرو څخه څرګنديږي چي سوسيال دموکرات ګوند SPD او د مسيحي اتحاد ښايي يو بل ته ورته شمير رايي په لاس راوړي. د لومړيو وړاندوينو څخه څرګنده سوه چي سوسيال دموکرات ۲۵سلنه او مسيحي اتحاد هم ۲۵سلنه رايي ګټلي دي.زرغون ګوند د لومړيو وړاندوينو له مخي ۱۵ سلنه او په دې توګه دريم نمبر زياتي رايي ګټلي دي. د آلمان لبرال ګوند FDP او د آلمان له پاره بديل ګوند AFD هر يو ښايي ۱۱ سلنه رايي ولري. د چپيانو یا کيڼ ګوند ښايي صرف ۵ سلنه رايي ولري.

له لومړي تخميني نتايجو څخه څرګنده سوه چي يو ګوند به هم ونه توانيږي چي په يوازي سر حکومت وکړي. خو دا خبره تر مخه هم معلومه وه. دا ځکه چي د حکومت جوړولو له پاره بايد تر نيمايي څخه زياتي چوکۍ د يو ګوند له خوا په لاس راوړل سوي وي او دې ته مخکي هم توقع نه وه موجوده چي يو ګوند به اکثريت په لاس راوړي. خو د دغو ټاکنو له لومړيو غير حتمي پايلو څخه دا څرګنديږي چي سوسيال دموکرات او يا مسيحي اتحاد که غواړي حکومت جوړ کړي، نو دوه نور ګوندونه به د ځان سره ائتلاف کي راګډوي.

په تيوريتيکي توګه يو امکان دا دی چي سوسيال دموکرات او مسيحي اتحاد بیا په ګډه لوی ائتلافي حکومت جوړ کړي. خو د دې احتمال ځکه ډېر کم دی، ولي چي تير دغه ائتلاف د دواړو دغو ګوندونو له پاره غوره ائتلاف نه دی ثابت سوی.ښې اړخه د آلمان له پاره بديل ګوند AfD هغه ګوند دی چي نورو ټولو ګوندونو ورسره ګډ حکومت مخکي له مخکي له امکانه ليري بللی ؤ. يعني دغه ګوند به په راتلونکي حکومت مي برخه وال نه وي.

په لوی احتمال به درې ګوندونه مجبوره وي چي يو ائتلاف جوړ کړي تر څو وتوانيږي چي په پارلمان کي په ګډه تر ۵۰ سلنې څخه زیاتي رايي ولري. په دې ترڅ کي يو امکان د سوسيال دموکرات، زرغون او لبرال ګوندونو ائتلاف دی. لبرال ګوند په ډاګه ويلي ول چي کوښښ به يې دا وي چي دا ځل د حکومت برخه وګرځي. په دې ترڅ کي يې د ياد ممکنه ائتلاف جوړېدل هم نه ول رد کړي.بل امکان د مسيحي اتحاد، زرغون او لبرال ګوندونو ائتلاف دی چي دا تر مخکي ياد سوي ممکنه ائتلاف ځکه مشکل معلوميږي، ولي چي د زرغون ګوند او مسيحي اتحاد ګوند تر منځ سياسي واټن ډېر زيات دی.

Deutschland Wahlen I SPD I Olaf Scholz
د سوسيال دموکرات ګوند مخکښ کانديد، اولاف شولتڅ په دې وتوانېد چي زيات رايه اچوونکي ځان ته راجلب کړيانځور: Habbibal Hanschke/REUTERS
Bundestagswahl 2021 | Wahlparty der CDU
د مسحي دموکرات ګوند مخکښ کانديد، آرمين لاشېت په هغه شمير رايي په لاس نه دي راوړي لکه چي هيله يې لرلهانځور: Fabrizio Bensch/REUTERS
Bundestagswahl 2021 | Wahlparty der Grünen
زرغون ګوند و صدراعظمۍ ته خپله شريکه مشره، انالېنا بېربوک کانديده کړې وهانځور: Kay Nietfeld/dpa/picture alliance

انتظار کيږي چي د دوشنبې تر سهار پوري به د دغو ټاکنو حتمي پايلي اعلان سي او ګوندونه به په سمدلاسته توګه د ائتلافي حکومت جوړولو له پاره يو د بل سره خبري اتري پېل کړي. دغه ګوندونه د اکتوبر تر ۲۶مي پوري بايد د حکومت په جوړولو توانېدلي وي. خو که حتمي پايلي همداسي وي لکه چي لومړۍ وړاندوينې يې ښيي، نو به د ائتلافي حکومت له پاره خبري اتري او د حکومت جوړول ډېر مشکل کار وي.

په دغو ټاکنو سره د آلمان د اوږدمهالې صدراعظمې انګېلا مېرکل دوره هم پای ته رسيږي. د هغې ځای به د سوسيال دموکرات ګوند مخکښ کانديد اولاف شولڅ او يا هم د مسيحي اتحاد ګوند مخکښ کانديد آرمين لاشيت ونيسي.

آ./ا.ا.