1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان کي د »سوله غوښتونکو اديانو« نړيوال کانفرانس جوړيږي

۱۳۹۸ خرداد ۲۸, سه‌شنبه

د روان عيسوي کال په اګست کي د آلمان په لينداؤ کي د ۱۷ اديانو د ۹۰۰ استازو په ګډون يو نړيوال کانفرانس جوړيږي. د کانفرانس مقصد سولې او خبرو اترو ته هڅول دي.

https://p.dw.com/p/3KdgU
Friedensfest der Religionen in Osnabrück
آرشيف انځور: په ۲۰۱۷ کال د آلمان په اوسنابريوک کي د اديانو د سولې لمانځنېانځور: DW/C.Strack

د روان ۲۰۱۹ عيسوي کال د اګست مياشتي له ۲۰ څخه تر ۲۳ نېټي پوري د آلمان په سويل کي واقع د لينداؤ په ښار کي يو نړيوال کانفرانس پلان سوی دی. په دغه کانفرانس کي به د ۱۷ بيلو اديانو سره تړاو لرونکي ۹۰۰ استازي له تر ۱۰۰ څخه زیاتو هيوادونو څخه ګډون وکړي.

د دغې نړيوالې غونډي بنياد په ۱۹۶۱ کال په نيويارک کي بنسټ لرونکي غيردولتي سازمان له خوا کښېښودل سو. دغه کانفرانس چي په هرو پنځو يا شپږو کالونو کي دايريږي، لومړی ځل دی چي په آلمان کي دايريږي. د خپل طرز دغه نهم کانفرانس چي د »زموږ د مشترک مستقبل غم خوړل ـ د عامه ښه احساس پراخول« تر عنوان لاندي جوړيږي، ښايي په نړيواله توګه هغه تر ټولو مهمه غونډه ده چي پکښي د دومره زياتو اديانو مهم استازي ګډون کوي. په آلمان کي د کانفرانس د انسجام کوونکي سازمان »د سولې حلقه« (Ring for Peace) مسؤلينو په برلين کي د پلان سوي کانفرانس په تړاو معلومات وړاندي کړل.

د سولې د حلقې د سازمان مشر اُلريش شنايدر په برلين کي وويل چي د آلمان په کومه سيمه کي چي دغه نړيوال کانفرانس پلان سوی دی، هغې ته اتريش او سويس هيوادونه هم نژدې دي. د هغه په وينا په دې توګه نو دغه کانفرانس نه يوازي دا چي نړيوال دی بلکه مرکزي موقعيت لرونکی هم دی.

د منتظمينو په وينا دوی هيله لري چي په دغه کانفرانس کي به پر شخړيزو موضوعاتو هم د نظر او افکارو تبادله وسي. د بېلګي په توګه په دغه کانفرانس کي هم اوکرايني او هم روسي استازي رابلل سوي دي. په همدې توګه هم له ميانمار او هم بنګله دېش، هم له ايران او هم له اسرائيل څخه استازي دعوت سوي دي. په دغه کانفرانس کي به د اديانو استازو ته دا امکانات هم برابر کړل سي چي هغوی پر بعضو موضوعاتو د عامه محضر له نظر څخه ليري او د تړلو دروازو تر شا خبري وکړي.

اُلريش شنايدر وويل چي د لومړي ځل له پاره کوښښ سوی دی چي د ځانګړې ټاکل سوې فيصدۍ په مرسته په کانفرانس کي د مېرمنو د ګډون انډول وساتل سي. په پام کي نيول سوې چي په دغه کانفرانس کي د آلمان ولسمشر فرانک والتر شتاين ماير هم ګډون وکړي.

کريستوف ستراک / ا.و.ا.