آلمان ښايي د افغانانو يوه بله ډله هم اخراج کړي
۱۳۹۸ مهر ۱۴, یکشنبهاعلان
دا به د هغو افغانانو د ايستلو ۲۸مه جوپه وي چې د ۲۰۱۶ کال د دسمبر مياشتې راهيسې له آلمان څخه اخراجيږي. دغه ډول اخراج په آلمان کې ناندرئيز هم ګڼل کيږي، ځکه چې منتقدين وايي دغه جنګ ځپلی هېواد ډېر خطرناک دی او پناه غوښتونکي بايد ورته ستانه نه کړل شي. ملکي کسان په عام ډول د طالبانو او اسلامي دولت په نوم د افراطي ډلو هدف ګرځي.
د ملګرو ملتونو په حواله د سږ کال د جنورۍ او جولای مياشتو تر منځ ۱۳۶۶ ملکي وګړي په افغانستان کې وژل شوي دي. تېره مياشت لږ تر لږه ۸۰ تنه په کابل کې د اسلامي دولت نومې ډلې په يوه ځانمرګي بريد کې وژل شوي ول. څه باندې ۱۸۰ تنه د چارواکو په حواله په دغه پېښه کې ژوبل شوي هم ول.
dpa/NS/AWA