1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان څخه اخراج شوي افغانان کابل ته ورسیدل

۱۳۹۷ آذر ۱۴, چهارشنبه

له آلمان څخه د رد شوو افغانانو یوه بله اخراج شوې ډله د چهارشنبې په سهار د کابل هوایي ډګر ته رسیدلې. په کابل کې د چارواکو له قوله ویل شوي چې الوتکه د سیمې په وخت د سهار پر ۷ بجو د کابل په نړیوال هوایي ډګر کې کښېناستلې ده.

https://p.dw.com/p/39UBW
Afghanistan Kabul Abschiebung aus Deutschland
آرشیف انځورانځور: picture-alliance/dpa/M. Jawad

له آلمان څخه کابل ته د رد شوو افغانانو د اخراج لړۍ د پیلیدو کابو دوه کاله کیږي. په وروستي پرواز کې کابل ته ۱۴ کسان اخراج شوي دي.

داسي گومان کيږي چي د دغو اخراج شوو مهاجرو اکثريت به جرمونه کړي وي. د آلمان چارواکو تر اوسه پوري لا دغه اخراج تائيد کړی نه دی، خو د آلمان خبري آژانس يوه عکاس ليدلي چي د فرانکفورت په هوايي ډگر کي يوه ډله نارينه چي د ځينو ئې لاسونه تړلي ول پوليسو بدرگه کوله.

دا ۱۹ وار دی چې د ۲۰۱۶م کال د دسمبر میاشتې راهیسې افغانان په ډله ایز ډول خپل ټاټوبي ته اخراجیږي.

تر دې دمخه په ۱۸ پروازونو کې په ټوله کې د آلمان له بیلا بیلو ایالتونو څخه ۴۲۵ نارینه افغانستان ته اخراج شوي دي. د روان میلادي کال په جولای میاشت کې افغانستان ته د یوه ډله ايز اخراج په ترڅ کې ۶۹ کسان استول شوي وو، چې یوه یي بیا کابل ته تر رسیدو لږ څه وروسته ځان وژلی وو.

افغانستان ته اخراج یوه شخړه ایزه موضوع ده، ځکه چې په افغانستان کې له طالبانو او داعش سره د جګړې لمن پراخه شوې ده. یوازې په تیرو دوو اوونیو کې په پلازمېنه کابل کې د دوو بریدونو په پایله کې لږ تر لږه ۷۰ تنه وژل شوي دي.

په کابل کې په روان میلادي کال کې ۲۱ ستر بریدونه شوي دي، چې په پایله کې یې تر ۵۰۰ زیاتو کسانو د وژل کیدو او ۹۹۹ تنو د ټپي کیدو رپوټ ورکول کیږي.

زموږ له آرشیف څخه: