1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: پوليسو مخدره مواد او وسلې نيولې دي

۱۳۹۸ تیر ۲, یکشنبه

آلماني پولیسو د دغه هېواد په ماگدیبورگ ښار کي د خپلو پلټنو په ترڅ کي د ۱۵۰ زره یورو په ارزښت مخدره مواد، په زیاته اندازه وسلې او ۱۰ زره یورو نقدې پیسې نیولي او ضبط کړي دي. درې کسان بندیان سوي، چي یو یې افغان دی.

https://p.dw.com/p/3Kvnp
Deutschland Razzia gegen radikale Islamisten in Hildesheim
انځور: picture-alliance/dpa/H. Hollemann

د ماگدیبورگ پولیسو د شنبې په ماښام (د جون ۲۲ مه) خبر ورکړی، د مخدره موادو څلور شکمن معامله کوونکي چي د دغو توکو په خرڅولو کی لاس لري، نیول سوي هم دي.

څنگه چی دا خبره له امکان څخه لیری نه وه چی نوموړي کسان ښایي په وسلو هم سمبال وي، نو د جمعې په ماښام لا د پولیسو ځانگړي ځواکونو هڅه وکړه چي دغه څلور کسان په یوه اپارتمان او د قیلون (شیشه يا چلم) څکولو په یوه رستورانت کي ونیسي.

پولیسو ترپلټنو وروسته، څو کیلو امفتامین، کریستال او کوکائین ضبط کړل. سربیره پر دې نوموړو چارواکو، تیزې چړې، چاودیدونکوي توکي او نورې کوچنۍ او غټې وسلې هم پیدا کړې دي.

یوه قاضي د یوه ۲۷ کلن، یوه ۳۵ کلن او یوه ۱۹ کلن تن په وړاندی د بندي گرت  امر صادر کړی. خو یو ۲۱ کلن کس بیرته آزاد سوی، ځکه چي د هغه پرضد کوم عاجل شک نه وو موجود.

د پولیسو په حواله نوموړي شکمن کسان له سوریې، لبنان او افغانستان څخه ول.

dpa/gp/ns