1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان پولنډ ته د دافع هوا سیستم انتقالول پيلوي

۱۴۰۱ دی ۲۶, دوشنبه

آلمان د دفاع وزارت په پولنډ کې د پاتریوت په نوم دافع هوا سیستم نصبول پيل کړل. د آلمان خبري آژانس د دغه هېواد د امنيتي کړيو په حواله لیکلي دي،د دوشنبې په ورځ به د سرتیرو لومړۍ ډله د خپلو ليږدونکو وسایلو سره روان شی.

https://p.dw.com/p/4MGOG
Bundeswehr Soldate mit Waffe
انځور: Ralf Hirschberger/dpa/picture-alliance

د آلمان د دفاع وزارت په پولنډ کې د پاتریوت په نوم دافع هوا سیستم نصبول پيل کړل. د آلمان خبري آژانس د دغه هیواد د امنیتي کړيو په حواله ليکلي دي چې لومړي سرتیري به د دوشنبې په ورځ له خپلو نقليه وسايلو سره روان شي. په راتلونکو ورځو کې به سیسټمونه هم ګاونډي هیواد ته ولیږدول شي. د پاتریوت په نوم دافع سيستم د اوکراین پولې ته نږدې د ناټو متحدینو مهمو زیربناو د خوندي کولو له پاره تيار شوي دي. پر دې سربیره به آلمان اوکراین ته پاتریوت دافع هوا سیستم هم ورکړي.