آلمان: په ۲۰۱۸ کال کې ۱،۸ میلیونه کسانو د محافظت غوښتنه کړې
۱۳۹۸ تیر ۲۷, پنجشنبهد آلمان د احصایې فدرالې ادارې د پنجشنبې په ورځ وویل چې په ۲۰۱۸ کال کې په دې هیواد کې د هغو کسانو شمیر چې د محافظت غوښتنه یې کړې ده شپږ سلنه لوړ شوی او ۱،۸ میلیونو ته رسیدلې ده.
د بهرنیو د راجستر مرکزي ادارې په دې کال کې د ۲۰۱۷ کال په پرتله ۱۰۱۶۰۰ اضافي کسان ثبت کړي دي چې په دې هیواد یې د بشري لاملونو له کبله یې د محافظت غوښتنه کړې ده. د هغو کسانو له ډلې څخه چې په ۲۰۱۸ کال کې یې په آلمان کې د محافظت غوښتنه کوله ۷۱ سلنه یې د لومړي ځل له پاره په تیرو پنځو کلونو کې آلمان ته رسیدلي وو.
په ۲۰۱۸ کال کې په آلمان کې ۱،۳ میلیونه کسانو د «بشري استوګنې اجازه» لرله، دا نو په دې معنی چې د هغوی د محافظت حق په رسمیت پیژندل شوی دی. دا د ۲۰۱۷ کال په پرتله د ۱۲۹ زرو کسانو زیاتوالی ښيي.
د دغو کسانو له ډلې څخه نزدې ۶۲ سنله یې د سوریې، عراق او افغانستان له هیوادونو څخه وو. په دې کال کې ۵۲۶۰۰۰ کسان له سوریې، ۱۳۸۰۰۰ له عراق او ۱۳۱۰۰۰ له افغانستان څخه وو.
نزدې ۷۹ سلنه کسانو د محافظت موقتي حالت لره. د ژنیو کانونسیون له مخې د مهاجرت وضعیت د دغو کسانو په منځ کې د محافظت تر ټولو معمول ډول وو چې سلنه یې ۴۵ ته رسیده.
په رد شویو غوښتنلیکونو کې زیاتوالی
په ۲۰۱۸ کال کې نزدې ۱۹۲ زره ثبت شوي غوښتنلیکونه رد شوي وو، چې دا د ۲۰۱۷ کال په پرتله د ۱۵۰۰۰ زیاتوالی ښيي. دا یا له دې کبله وو چې د هغوی د پناه غوښتنلیک رد شوی وو او یا یې هم په آلمان کې د محافظت وضعیت پای ته رسیدلی وو. دا په دې معنی چې دغه کسان باید له آلمان څخه وتلي وای. دا په داسې حال کې ده چې حکومت د ډیر شمیر رد شویو پناه غوښتونکو محافظت په موقتي توګه لغوه کړي وو. په دې ډله کې د ۱۹۰۰۰ افغانانو، ۱۴۰۰۰ عراقیانو او ۱۱۰۰۰ صربیایانو غوښتنلیکونه رد شوي دي.
(لویزا رایت)