1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«آلمان په پنځو کلونو کي د ۳،۶ میلیونه مهاجرو تمه لري»

۱۳۹۴ اسفند ۶, پنجشنبه

یوې آلمانۍ رسنۍ ویلي دي چې آلمان تمه لري په راتلونکو پنځو کلونو کې به هر کال آلمان ته نیم میلیون نوي مهاجر راورسیږي. تیر کال آلمان ته تر یوه میلیون ډیر کډوال راورسېدل.

https://p.dw.com/p/1I1Xe
انځور: Getty Images/S. Gallup

د «زود دویچه څایتونګ ورځپاڼي» لیکلي دي چې تر۲۰۲۰م کاله پورې به آلمان ته ۳،۶ میلیونه مهاجر راورسیږي.

ورځپاڼې زیاته کړې ده چې په ۲۰۱۵م کال کې آلمان ته ۱،۱ میلیون کډوال راورسیدل او تمه کیږي چې له ۲۰۱۶م کال څخه بیا تر ۲۰۲۰م کاله پورې هر کال دغه هیواد ته نیم میلیون نوي مهاجر راورسیږي.

په دې ترتیب سره به له ۲۰۱۵م کاله څخه تر ۲۰۲۰ کاله پورې په آلمان کې د نویو مهاجرو شمیر ۳،۶ میلیونو ته ورسیږي.

دغې ورځپاڼي خپل معلومات د آلمان د اقتصادي او انرژۍ چارو وزارت د منابعو په حواله ورکړي دي.

دې وزارت د «زود دویچه څایتونګ ورځپاڼي» ته ویلي دي چې دغه اټکل یې «یوازي تخنیکي» دی، ځکه شمیر د آلمان د اقتصادي ودې د وړاند وینې په موخه کارکول کیږي.

خو وزارت روښانه کړې ده چې په اوسنیو شرایطو کې د راتلونکو مهاجرو د دقیقې شمیرې په اړه وړاند وینه شونې نه ده او له همدې کبله د دې هیواد حکومت نه غواړي چې په دې اړه کومه رسمي وړاند وینه وکړي.

له بلې خوا یوي بلې آلمانۍ ورځپاڼې خبر ورکړی دی چې آلمان هغو ستنیدونکو افغان کډوالو ته ۷۰۰ یورو مالي مرسته ورکوي، چې پخپله خوښه له آلمان څخه بیرته خپل هیواد، افغانستان ته ځي.