1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: په وژنه تورن مهاجر لا پخوا اخراجیدای سوای

۱۳۹۷ شهریور ۹, جمعه

په کيمنيڅ ښار کي د يو کس د وژني په تور نيول سوی يو مهاجر پخوا لا له آلمان څخه اخراجيدای سوای خو نه دی اخراج سوی. دا خبر آلماني رسنيو ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/345n6
Deutschland Polizeifahrzeuge vor dem Stadion Chemnitz
انځور: picture-alliance/dpa/R. Hirschberger

هغه عراقی چي د آلمان په کيمنيڅ ښار کي د يو آلماني د وژني په تور نيول سوی دی، آلمان ته د راتلو څخه تر مخه په بلغاريا کي د مهاجر په حيث ثبت سوی وو. د کيمنيڅ اداري محکمې د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د اګست ۳۱مه نېټه) وويل چي دغه کس د ۲۰۱۶ کال په می مياشت کي لا بېرته بلغاريې ته اخراجيدای سوای.

خو دا چي د شپږو مياشتو په معين وخت کي بلغاريې ته د دغه کس اخراج تر سره نه سو، نو بيا دغه عراقي په آلمان کي پناه ورکړه. د کډوالو او پناه غوښتونکو له پاره د آلمان ځانګړې ادارې یا بامف د عراق د دغه پناه غوښتونکي د پناه دوسيه وارزوله او هغه ته يې منفي ځواب ورکړ.

دغه عراقي رد سوي مهاجر د خپلې پناه غوښتنې د ردېدیدو پر ضد محکمې ته مراجعه وکړه. همدا وو چي د ۲۰۱۷ کال د اګست مياشتي راهيسي د دغه مهاجر د پناه غوښتنې دوسيې د محکمې له خوا تر څېړني لاندي ده او حتمي فيصله لا نه ده راغلې.

په وژنه د تورن دغه مهاجر د پخواني ممکنه اخراج په تړاو په لومړي سر کي د آلمان «وېلټ» او «نيورنبېرګر ناخريشتن» ورځپاڼو خبر ورکړی وو.

د آلمان د کېمنيڅ په ښار کي د ښې اړخو او کيڼ اړخو له خوا احتجاجونو او په ترڅ کي يې رامنځ ته سوو تاوتريخوالو زياتي اندېښنې رامنځ ته کړي دي. دغه لانجه تر هغه وروسته رامنځ ته شوه چې د ياد ښار د مېلې په ترڅ کي د اشخاصو په يوه شخړه کي یو کس په چړې ووژل شو او دوه تنه نور ټپیان شول. وژل سوی کس آلمانی وو او پر هغه باندي د چړو د وار کولو په تور يو عراقی او يو سوريايي مهاجر نيول سوي دي. له دغو نيول سوو کسانو څخه لا د پوليسو تحقيقات ادامه لري.