1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: په شخصي الوتکه کې د يوې ايرانۍ ښځې اخراج

۱۳۹۹ فروردین ۹, شنبه

يوه ایرانۍ ښځه چې په آلمان کې يې د پناه غوښتنه رد شوې، د يو بل کس سره په چارتر طیاره کې ايران ته اخراجیږي. د دغه دوو کسانو د اخراجي پرواز مصرف لږ تر لږه ۱۰۰ زره يورو ښودل شوی دی.

https://p.dw.com/p/3aA2c
Frankfurt am Main  Flughafen | Thema: Einreiseverbot für Nicht-EU-Bürger an Deutsche Flughäfen
انځور: picture-alliance/dpa/A. Arnold

دغه ۳۴ کلني ايرانۍ ښځې د فبرورۍ مياشتې په ورستيو، د آلمان په فرانکفورت هوايي ډګر کې د جرمني حکومت ته خپله د پناه غوښتنه وړاندې کړې وه.

هغې آلماني چارواکو ته ويلي وو چې پر يوه واده شوي نارينه مينه شوې، چې په دې کار يې وروڼو په مرګ ګواښلې او ژوند يې په خطر کې دی. خو د هغې په خبرو چا باور ونکړ او دوسيه يې د يوې«ښکاره او بې اساسه» دوسيې په څير رد شوه.

تر دې وروسته دغه ايرانۍ ښځه د هوايي ډګر موقتي توقيف ځای ته انتقال سوه تر څو په لومړني پرواز کې بيرته ايران ته وليږدول شي. خو دغه اخراج په دووعمده دلیلونو ډير وځنډيد: يو د ايران د سپاه پاسداران ځواکونو له خوا د يوې اوکرايني طیارې د ويشتلو او بل د کرونا ويروس خپريدل. ددغو پيښو سره اکثره شرکتونو ايران ته خپل پروازونه لغوه کړل.

«تاګس شاو» ويب پاڼه لیکي، په پام کې ده چې دغه ايرانۍ او يوه بله ښځه، د راتلونکې اوونۍ په اوایلو کې په یوه چارتر الوتکه کې اخراج شي. دوی سره به په دغې الوتکه کې څو تنه پولیس، ژباړونکي او د داکټرانو يو ټیم هم وي.

جرمني تر دې دمخه هم په چارتر الوتکو کې د مهاجرو اخراجونه ترسره کړي خو دا چې يوه طياره يوازې د يوه يا دوه کسانو د اخراج له پاره وکارول شي، يو نادره او بیساری اقدام دی. «دغه اخراج په خصوص د دې له پاره هم نادره دی چې په اړه يې نه کوم مشخص جرم موجود دی او نه بله داسې کومه پيښه شوې چې عامه امن سره په ټکر کې وي.»

په آلمان کې د مهاجرو د ملاتړ سازمان «پرو ازول» ويلي چې دغه موضوع ډيره ځانګړې او مهمه ده. د دغه سازمان مشر ګونتر بورګهارد ويلی دي: «موږ د کرونا ويروس د بحران له امله په ايرن کې د روغتیايي ستونزو په دليل دغه هیواد ته هر ډول اخراج غیر مسئولانه ګنو.»

خو د آلمان حکومت بیا بل نظر لري. د آلمان خارجه وزارت په داسې حال کې چې ايران د خطرناکو سیمو يوه برخه ګڼي او سپارښتنه کوي چې هلته دې سفرونه ونه شي، اما د دغه اخراج په حصه کې هڅه کوي چې ايران ته يې جواز ترلاسه کړي. که چيرته دغه پرواز ترسره شي، مصرف به يې لږ تر لږه ۱۰۰ زره یورو وي.

په اصل کې کوم کس چې اخراجيږي، هغه په خپله بايد د خپل اخراج مصرف ورکړي، خو معمولا دوی دغه پیسې نه لري. د اقامې قانون له مخې کوم هوايي شرکت چې آلمان ته مسافر راولي، باید د مسافرو د بيرته وړلو ترتيبات هم برابر کړي. دغه ایرانۍ ښځه ايران ته لوفت هانزا شرکت په يوه طیاره کې فرانکفورت ته راغلې وه، خو لوفت هانزا له څو اوونيو راهیسې د امنيتي دلايلو له مخې ايران ته خپل پروازونه متوقف کړي دي. د کرونا ويروس له امله، د طيارو بندیدل او په پروازونو کې د بحران رامنځ ته کيدو ته په کتو سره داسې ښکاري چې لوفت هانزا شرکت د دغه اخراجي پرواز مصرف په غاړه وانخلي.