1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان په بنګله دیش کې د ماشومانو د زیږون د کنترول ستاینه کړې

۱۳۹۸ آبان ۲۳, پنجشنبه

د آلمان د پراختیايي چارو وزیر ګیرد میولر، د ماشومانو د زیږون د کنترول په برخه کې د بنګله دیش د حکومت د اقداماتاتو ستاینه کړې او دغه هیواد یې افریقايي هیوادونو ته د یوه مثال په توګه وړاندې کړی دی. خو بنګله دیش څه کړي دي؟

https://p.dw.com/p/3T2y8
Bangladesch glückliche Mutter mit Kind
انځور: Getty Images/B. Stirton

د دویچلند فونک آلمانۍ رسنۍ سره په یوه مرکه کې د آلمان د پراختیايي چارو وزیر ګیرد میولر، په افریقا لویه وچه کې د نفوس پر بې ساري توګه زیاتوالي باندې اندیښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې دغه لویه وچه باید میرمنو ته د تعلیم او روغتیايي خدماتو د لاس رسي په برخه کې اقدمات وکړي. نوموړي ویلي چې دغه لویه وچه باید د ماشومانو د زیږون د کمښت په برخه کې په اقداماتو لاس پورې کړي.

نوموړي آلماني وزیر په دې برخه کې د بنګله دیش ستاینه وکړه او ویې ویل چې دغه اکثریت مسلمان میشته هیواد، په تیرو پنځوو لسیزو کې د ماشومانو د زیږیدنې د شمیر په کمښت کې خورا سترې لاسته راوړنې لرلي دي. بنگله دیش په جنوبي آسیا کې پروت دی او شاوخوا ۱۶۰ میلیونه نفوس لري.

Deutschland Entwicklungsminister Gerd Müller
انځور: Getty Images/AFP/C. Stache

 د آلمان د پرمختیايي چارو وزیر ګیرد میولر، د ماشومانو د زیږون د کمښت په برخه کې د میرمنو پر خودکفايتۍ د ټینګار ترڅنګ وویل: «بنګله دیش په تیرو ۵۰ کلونو کې توانیدلی چې د هرې میرمنې په سر د ماشومانو د زیږون کچه له شاوخوا ۷ ماشومانو ته تر ۲ اعشاریه یوه پورې را ټیټه کړي، کوم چې د آروپايي هیوادونو له اوسط سره برابر دی.» د میولر په خبره اراده او د میرمنو له پاره مساوي حقوق او همدا راز تعلیم او روغتیايي خدماتو ته پوره لاس رسۍ کولی شي چې ستر بدلون رامنځ ته کړي.

د نفوس د کنترول له پاره اوږدمهاله پلانونه

په ۱۹۷۱م کال کې وروسته له هغې چې بنګله دیش یو خپلواک هیواد شو، دغه هیواد له هغه وخت راهيسې د کورنیو د پلان کولو په برخه کې پلانونه عملي کوي څو په چټکۍ سره د نفوس ډیرښت تر خپلې ولکې لاندې راولي. د داخلي او بهرنیو غیر دولتي سازمانانو پرمټ بنګله دیش په دې توانیدلی دی چې د نفوس د زیاتوالي په برخه کې د عامه پوهاوي په موخه د هر بنګله دیشي وګړي د کور دروازه ټک ټک کړي.

د بنګله دیش د ډهاکا پوهنتون د نفوسو د برخې پروفیسور امین الحق، په دې هکله دویچه ویله آلمان غږ ته وویل: «بنګله دیش د کورنیو د پلان پر کړنلارو او خدماتو باندې ډیره پانګونه کړې ده. په شرایطو برابره هره جوړه د کورنۍ د پلان کولو د کړنلارو په هکله له محلي روغتیايي کارمندانو څخه معلومات ترلاسه کوي، چې دغه څه د نفوس د کمښت سبب ګرځي.»

د نړیوال بانک د شمیرو له مخې، د بنګله دیش د ۱۶۰ میلیونه نفوس زیاتره برخه مسلمانان دي او دغه ټولنه تر ډیره یوه محافظه پاله ټولنه ده. په بنګله دیش کې د څارونکو په حواله په ۱۹۷۰ او ۸۰ مو کلونو کې، چاراکو او فعالینو ته دا کار ستونزمن وو چې د دې هیواد په لیرې پرتو سیمو کې له واده شویو میرمنو سره د کورنۍ د پلان په هکله خبرې وکړي.

د بنګله دیش په کیشوری ګنجي ښار کې د کورنیو د پلان د ساحوي افسر سعید الرحمن، په خبره هغه مهال دوی د مذهبي مشرانو له پراخ مقاومت سره مخ وو. سعید الرحمن زیاتوي چې د کورنیو نارینه وو به هڅه کوله چې موږ له میرمنو لیرې وساتي. هغه زیاته کړه: «خو بیا وروسته حکومت مسلمانانو، هندوانو او د نورو مذهبونو مشرانو ته د کورنیو د پلان کولو په برخه کې کورسونه په لاره واچول څو په دې توګه دوی هم په دې کمپاین کې دخیل کړي.» سعید الرحمن وايي چې یو وخت، دوی په دې وپوهیدل چې که څوک د یوې سترې کورنۍ د ملاتړ امکانات ونه لري، د یوې کوچنۍ کورنۍ لرل ډیر ښه دي.

Infografik Geburtsrate Bangladesch 1960-2017 EN

سعید الرحمن د ماشومانو د زیږون د کمښت په برخه کې میرمنو ته د تعلیم لاس رسی ډیر اړین ګڼي. هغه وايي: «د وخت په تیریدو سره د سواد د کچې لوړیدو هم د زیږون د کنترول په برخه کې مهم نقش لوبولی دی.» په بنګله دیش کې کارپوهان په دې باور دي چې د بنګله دیش رسنۍ په ځانګړې توګه دولتي رسنيو هم د خلکو د عامه پوهاوي په برخه کې ستر نقش لوبولی دی. د دې هیواد دولتي رسنۍ د کمو ماشومانو د ګټو په هکله خلکو ته عامه پوهاوی وړاندې کوي.

پردې ټولو سربیره، د بنګله دیش په لیرې پرتو سیمو کې د غوره روغتیايي خدماتو شتون د دې سبب شوی چې د نویو زیږیدونکو ماشومانو د مړینې مخه ونیسي. همدغه څه د دې سبب شوي چې خلک د ماشومانو د بقا په برخه کې لږ تشویش وکړي او په پایله کې یې د ماشومانو زیږون کم شوی دی.

په ورته وخت کې د بنګله دیش حکومت میرمنو ته د ماشومانو د مخنیوي له پاره وړیا ګولۍ یا ټابلیټونه هم ورکوي. رحمن په دې هکله دویچه ویله ته وویل چې په بنګله دیش کې له ۴۰ سلنه څخه ډیرې میرمنې مانع حمل ګولۍ کاروي. د رحمن په خبره په بنګله دیش کې دغه ګولۍ ډیر مینوال لري ځکه جانبي عوارض یې کم دي.