په افغانستان کې د آلمان پوځي ماموريت؛ لس ميليارده يورو
۱۳۹۸ آبان ۲۵, شنبهد (تي-آنلاين) خبرې مجتمع د رپوټ په حواله، اوس مهال په افغانستان کې د آلمان پوځي ماموريت په کال کې څه باندې ۳۰۰ ميليونو يورو ته اړتیا لري. په دې اساس، د ماموریتونو لګښت پورته تللی دی. دغه خبر د آلمان فدرالي حکومت، د دغه هيواد په پارلمان کې د کيڼ اړخو د يوې پوښتنې په ځواب کې د ورکړل شوو معلوماتو له مخې ورکړل شوی دی.
د آلمان په پارلمان کې د کيڼ اړخو استاځي، الکساندر نو، ويلي دي چې د دغه لوړ لګښت سره سره، بيا هم په افغانستان کې امنيتي وضعيت او ثبات ښه شوی نه دی.
دا په داسې حال کې ده چې د آلمان دفاع وزيرې انه ګريت کرامپ کارانباور هم په دې وروستيو کې ويلي دي چې غواړي هيواد يې د ملي امنيت د يوې شورا په رامنځ ته کيدو او د پارلمان د چټکو تصميمونو په نتيجه کې د لا لويو پوځي مسئوليتونو له پاره چمتو کړي.
کارنباور د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹ کال د نوامبر ۱۴مه) د آلمان په مونشن ښار کې وويل چې له هرې خوا يې اوريدلي دي چې آلمان بايد په (نړيواله کچه) د يو «اصلي ځواک» په حيث رول ولري. د آلمان دفاع وزيرې د خپل د دغه وړانديز دليل، له نړيوال تروريزم او ظالمو قدرتونه څخه سرچينه اخیستونکي خطرونه وښودل.
د آلمان د دفاع وزارت د کلني رپوټ پر اساس، په ۲۰۱۸م کال کې د آلمان په خپلو ټولو بهرنيو ماموريتونو کې ۳۸۵۲ آلماني عسکرو برخه اخيستې ده. ويل شوي چې پر دغو ماموريتونو په مجموع کې ۹۷۵ ميليون يورو لګيدلي دي.
د آلمان پوځ په افغانستان کې خپل ماموريت ۱۷ کاله مخکې پيل کړی چې اوس هم د ناټو د «غوڅ ملاتړ» ماموريت په چوکاټ کې افغان امنيتي ځواکونو ته د روزنې او مشورو په برخه کې فعاليت لري.
د افغانستان تر ماموريت وروسته، د آلمان د پوځ تر ټولو ډير لګښت لرونکی ماموريت په مالي هيواد کې دی چې نژدې ۲۸۶ ميليونه يورو پرې لګيدلي دي. د مالي هيواد په ماموريت کې د آلمان ۹۷۵ تنه سرتيري ګډون لري.
په افغانستان کې د شاوخوا اتلسو کلونو راهيسې نړيوال ځواکونه ميشت دي، خو له دې سره سره دغه هيواد د طالبانو او په دې وروستيو کې د داعش تروريستي ډلې له خوا د ترسره شوو سختو خونړيو پيښو شاهد پاتې شوی دی.