1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: په افغانستان کي۲۶۴ میلیونه افغانۍ پانګونه کوي

۱۳۹۸ خرداد ۲, پنجشنبه

د آلمان نړيوالي ادارې «جی آی زید» اعلان کړی دی چي د آلمان فدرالي حکومت، د بریښنا انرژۍ د تولید له پاره ۲۶۴ میلیونه افغانۍ پانګونه کوي. دغه پروژه به د ۲۰۱۹م کال تر پایه عملي سي.

https://p.dw.com/p/3Iwra
Deutschland Afghanistan Konferenz Bonn Flaggen
انځور: dapd

د آلمان نړیوالي ادارې »جي آی زید« ویلي دي چي د سه شنبې په ورځ يې د دغو همکاریو هوکړه لیک، د افغانستان د اوبو او بريښنا له وزیر او د آلمان ــ افغانستان د مرستو ادارې د انرژۍ د تولید د برنامې د مشر، فرانک فیشر ترمنځ لاسلیک سو.

په دغه اعلامیه کي راغلي دي چي د نوموړي پروګرام مشر فرانک فیشر ویلي دي چي «د آلمان حکومت دې ته ژمن دی چي ټاکلو اهدافو ته د رسیدو له پاره، له نوې کیدونکي سرچینو څخه د داخلي بریښنا د انرژۍ د تولید له امله، د افغانستان د انرژۍ د سکتور ملاتړ کوي.

د نوموړي اعلامیې په حواله، د افغانستان د اوبو او بریښنا وزیر محمد ګل خلمي ويلي دي چي د دغه پروګرام په عملي کیدو سره به د افغانستان له خصوصي سکتور سره لویه مرسته سوې وي. هغه ويلي دي: »موږ د آلمان ـ افغانستان د همکاریو ادارې د ملاتړ او برخه اخیستو ستاینه کوو.«

افغانستان په پام کي لري چي په دغه هيواد کي تر۲۰۲۳ کاله پوري د انرژۍ تولید چي په اوس وخت کی ۶۰۰ میګاواټه دی،۵۰۰۰ میګاواټو ته زیات کړي، تر څو وارداتي انرژۍ ته اړتیا راکمه سي.

د دغه پروګرام پر بڼسټ به د نوي کیدونکي انرژۍ تولید، په ځانګړي توګه د اوبو او حرارتي انرژۍ تولید، په افغانستان کی ۲۳۰۰ میګاواټو ته پورته سي.

G.P/N.Z/S.Ib