1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
دين

آلمان: په اسلامي کنفرانس کې د خنځیر غوښې نیوکې راپارولې دي

۱۳۹۷ آذر ۱۲, دوشنبه

د کورنیو چارو وزارت له دې کبله بخښنه غوښتې ده چې په یوه اسلامي کنفرانس کې یې د خنځیر د غوښو ساسچ په خواراکي توکو کې ایښی وو. دې موضوع په آلمان کې د ادغام او زغم په اړه بحث راپارولی دی.

https://p.dw.com/p/39JVU
Fleisch l Blutwurst - SChwarzwurst
انځور: Imago/Westend61

د آلمان د کورنیو چارو پر وزارت باندي له دې کبله نیوکې شوې دي چې تیره اوونۍ یې په اسلامي کنفرانس کې د خوراکي توکو تر منځ د خنځیر د غوښو ساسچ هم ایښې وو. د خنځیر غوښه په اسلام کې حرامه ده.

اوس له دې کبله یو تود بحث رامنځ شوی. منتقدین د کورنیو چارو پر وزارت باندې نیوکه کوي چې دا کار یې باید دین ته د احترام له مخې نه وای کړی، خو ښی اړخي ډلي بيا د دې کار دفاع کوي.

د کورنیو چارو وزارت وایي چې د خنځیر د خوښي ساسچ د چهارشنبې د ورځې کنفرانس «څو مذهبي جوړښت» په ډاکه کوي چې په ترڅ کې یې مسلماني ټولنې او مشران د ځایي او فدرالي حکومت له چارواکو سره په بحثونو بوخت ول.

وزارت زیاته کړې ده چې په کنفرانس کې د سبزیجاتو، غوښې، کبانو او حلالو خوړو په ګډون بیلابیلو خواړه موجود ول. وزارت زیاته کړې ده: «که پر دې سربیره هم ځینې کسانو ځان د مذهبې دلایلو له کبله توهین شوی احساس کړی وي، نو موږ خواشینې یوو.»

په هر حال، ځيني کسان د خنځیر د غوښې د ساسچ شتون، د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر له خوا یو قصدي پاروونکی اقدام بولي.

په مارچ میاشت کې زیهوفر په یوه مرکه کې په دې خبرو سره چې «اسلام په آلمان پورې تړاو نه لري» او دا چې «عیسویت آلمان جوړ کړی دی» بحثونه راوپارول. زیهوفر بیا د تیري اوونۍ په کنفرانس له دغو څرګندونو قسمي پر شا تګ وکړ.

ترکي الاصله آلماني ژورنالیست تونسې اوزدمار، چې په اول وار يې د خنځیر د غوښو ساسچ په اړه معلومات خپاره کړل دا پوښتنه راپورته کړې ده چې زیهوفر له خپل دې اقدام سره غواړي څه ډول پیغام واستوي. په ټولنیزو رسنیو کې دا موضوع د #BloodSausageGate له هشتګ سره تر بحث لاندې نیول کیږي.

اوزدمار چې خپله د خنځیر د خوښې خوړلو ادعا کوي، ویلي دي: «د هغو مسلمانانو چې د خنځیر غوښه نه خوري، لږ احترام ښايي یو مناسب کار وي.»

په Watson.de انترنتي پاڼه کې په خپرو شویو خبرو کې د ازدمار په حواله لیکل شوي دي چې هغه د آلمان په ښوونځيو کې د خنځیر د غوښي له وړاندي کیدو سره ستونزه نه لري، ځکه په خبره یې آلمان یوه څو کلتوري ټولنه لري. هغه زیاته کړې ده: «خو که زه د اسلام یو کنفرانس جوړ کړم او مسلمانان د ډیالوګ له پاره وبلم چې په ورځني ژوند کې رامنځ ته کیدونکې ستونزې حل کړم، نو باید یو څه حساس ووسم، نزاکت او احترام مراعت کړم.»

د زرغون ګوند سیاستوالي ولکر بیک، هم پر کورنیو چارو وزارت نیوکې کړي او پر خپل تویتر پاڼې یې لیکلي دي چې «له تنوع ستاینه دا معنی ورکوي چې سړی باید بیلابیل عادات په پام کې ونیسي.»

ایا خوراکي توکي په سیمه توګه نښاني شوي وي؟

په مذهبي چارو کې د زرغون ګوند یوه ویاند علي باس، د Watson.de انترنتي پاڼې ته ویلي دي چې د خنځیر د غوښې ساسچ چې ورته د «وینې ساسج» ویل کیږي د خوراکي موادو تر منځ په واضح توګه نه وو نښاني شوی. دا په داسې حال کې ده چې د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې خوراکي مواد یې په روښانه توګه نښاني کړي ول.

ډیر مسلمانان له هغو غوښو ډډه کوي چې روښانه نه وي چې آیا حلاله ده او که نه. د «وینې ساسچ» کیدای شي له یو ډول حلال ساسچ سره چې په ترکيه او عربي هیوادونو کې خوړل کیږي، مغالطه شي.

ویل کیږي چې په لومړي اسلامي کنفرانس کې چې په ۲۰۰۶م کال کې جوړ شوی وو هم د خنځیر خوښه په خوړو کې ایښول شوې وه.

د آلمان له پاره بدیل ګوند غبرګون

د آلمان له پاره بدیل ګوند ډیر ژر په دې بحث کې ښکیل شوی او د کورنیو چارو وزارت منتقدین یې د آلمان پر فرهنګ باندې په برید کولو تورن کړي دي.

د آلمان په پارلمان کې د آلمان له پاره بدیل ګوندې غړې الیس ویدل، پر تویتر لیکلي دي: «زغم له هغه ځایه پیلیږي چې د وینې ساسچ ته داسې وکتل شي لکه دغه ساسچ چې دی: یو آلمانی خوندور خوراک چې حتمې نه دی د چا خوښ شي، خو په عین حال کې لکه زموږ د ژوند د شیوې په څیر هغه څوک له موږه نه شي اخیستی.»