آلمان: يوې ښځې د مسلمانانو پر قبرونو موټر ور ځغلولی
۱۳۹۸ آذر ۲۱, پنجشنبهد پولیسو یوه ویاند کاتولیکی خبری آژانس »کې اين ای« ته ویلي چې دغه ښځه چې د نورنبيرگ اوسیدونکې ده، په خپل موټر کې پر څه د پاسه لسو قبرونو باندی تیره سوې او پر نورو شاوخوا پنځو قبرونو باندې یې ولاړ گلان او د شناختې ډبرې له بیخه ایستلي دي. د ویاند په خبره کله چې هغوی ته خبر ورکړل شو، ځانونه یې دغې ښځې ته چې په خپل موټر کې ناسته او زخمي سوې نه وه، ورسول .هغې د زیات وخت راهیسي رواني ستونزې لرلې او اوس د روغتیایی چارو ادارې ته استول شوې ده.
دا چې دغه ښځې ولې په مشخص ډول د مسلمانانو پر قبرونو خپل موټر ور ځغولولی، تر اوسه یې لا دلیل نه دی معلوم. خو دغه قبرونه د هدیرې عمومي دراوزې ته نژدې پراته ول او ښځې لا غوښتل له دې ځایه خپل اصلي هدف ته ځان ورسوي. په دې اړه رسیدلي زیانونه لا نه دي بررسي سوي. پولیس اوس د هدیرې د سپکاوي او مالي زیانونو له امله پلټنی کوي.
د نورنبيرگ ښاروال اولریش مالي، د دغې پیښې له امله خپله سخته اندیښنه ښودلې او وېې ويل: « د دغې پیښې له امله د مړو خپلوانو ته خپله ژوره خواخوږي وړاندې کوم او د هدیرو مربوطه اداره به ډیر ژر له هغو سره اړیکه ونیسي.»