1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

آلمان کې یوه سړي ۸۷ ځله د کرونا واکسین کړی

۱۴۰۱ فروردین ۱۳, شنبه

د راپورونو له مخې دغه سړی د ختيځ آلمان د واکسيناسيون په مرکزونو کې ۸۷ ځله د کرونا پر ضد واکسين شوی دی. چارواکي باور لري چې هغه غوښتل د واکسين ضد پر افرادو باندې د واکسين کارټونه وپلوري.

https://p.dw.com/p/49NLe
Niederlande | Coronavirus | Impfungen
عکس له آرشيف څخهانځور: ROBIN UTRECHT/picture alliance

د يوه داسې آلماني په وړاندې همدا اوس پلټنې جريان لري چې چارواکو يې په هکله موندلي چې د کرونا ويروس ضد واکسين يې ۸۷ ځلې لګولی دی. دغه خبره د »فرايه پرېسه« ورځپاڼې د جمعې په ورځ کړې ده. دغه رپوټ داسې مهال خپور شوی چې آلمان د کوويد-۱۹ په وړاندې مبارزه کوي او غواړي چې د واکسين شوو کسانو فيصدي د نورو اروپايي هېوادونو په څېر لوړه کړي.

ولې يې دومره ډېر ځله ځان ته واکسين لګولی؟

د آلمانۍ فرايه پرېسه ورځپاڼې په حواله دغه ۶۱ کلن سړي د زاکسن او زاکسن آنهالت په آيالتونو کې د واکسيناسيون بېلابېلو مرکزونو ته مراجعه کړې وه. داسې اټکل کيږي چې دغه سړي په بېلابېلو مرکزونو کې د ورځې تر درې ځلې پورې واکسين لګولی دی چې يوازې د آلمان د زاکسن په آيالت کې يې د واکسینونو شمېر ۸۷ واکسينو ته رسيږي.

د آلمان درېسدن په ښار کې د واکسيناسيون د مرکز يو کارکوونکی په دغه سړي هغه مهال شکمن شو کله چې يې نوموړی وپېژاند. دغه خبره د آلمان د سره صليب يوه وياند، کای کرانيش، يادې ورځپاڼې ته کړې ده. ورپسې ځل چې نوموړی سړی د آيلنبورګ په ښار کې د واکسيناسيون يوه مرکز ته ورننوت، پرسونل پوليسو ته زنګ وواهه او ياد سړی د پولیسو له لوري ونيول شو.

د رپوټ له مخې دغه سړي چې هر ځلې به يوه مرکز ته ورغی، نو له ځانه سره به يې د واکسين يو نوی سپين سند درلود. د واکسين تر لګولو وروسته به يې د واکسين په هکله معلوماتي پاڼه شکوله او د واکسين ضد پر افرادو به يې خرڅوله. دغه سړي به په خپل اصلي نوم او د زېږېدو له نېټې سره ځان د واکسين له پاره ثبتاوه، خو د روغتيايي بيمې کارټ به يې هيڅکله نه ښوده څو يې له چل او درغلۍ څخه پرده پورته نه شي.

رېبېکا شتاودنماير/م.ن.ص./ا.خ.ح.