1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان ناټو ته خپلې کړې پوځي ژمنې عملی کولی شي؟

۱۳۹۷ بهمن ۱۸, پنجشنبه

آلمان د خپلې پوځي بودجې رپوټ ناټو ته وړاندې کړی دی. که څه په نوې طرحه کې پوځي مصارف لوړ شوي دي، خو په آلمان کې اقتصادي اندیښنې او سیاسي بې اطمناني کیدای شي د متحدین په منځ د آلمان ژمنو په اړه پوښتنې رامنځ ته کړي.

https://p.dw.com/p/3CubJ
Deutschland | Luftwaffenübung Elite 2010
انځور: picture-alliance/dpa/Isw/P. Seeger

آلمان ژمنه کړې ده چې د خپلو پوځي مصارفو کچه به تر ۲۰۲۴م کاله پورې د داخلي ناخالصو عوایدو ۱،۵ سلنه ته لوړه کړي. د پوځي مصارفو دغه زیاتوالی په حقیقت کې د ناټو په سازمان کې د آلمان د متحدینو له غوښتونو سره سمون نه لري او له سیاسي لحاظه هم ښايی د نویو مالي وړاندوینو په رڼا  کې دغه ټاکل شوي هدف ته رسیدل یو څه ستونزمن وي.

د آلمان د بهرنیو اړیکو په شورا کې د اطلس سمندر د دواړو لورو د اړیکو د برخې مسوول هنینګ ریکه، په دې هکله دویچه ویله ته وویل چې د آلمان دفاع وزیره اورزولا فون دیر لاین، به د روانې فبروري میاشتې په ۱۳ او ۱۴ نیټه د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې له خپلو سیالانو سره د ملاقات په ترڅ کې له ستونزو سره مخامخ شي. هنینګ وايي: «په اوسنیو شرایطو کې، موږ لا هم کافي پیسې په لاس کې نه لرو څو خپلې کړې ژمنې عملي کړو.»

نوموړی زیاتوي چې په پای کې به داسې وبریښي چې ګواکې آلمان له خپلو کړو ژمنو سر غړوي.

پر آلمان لا ډیر مالي فشار

په یوه پلان کې چې ورته د «ستراتیژیکې کچې رپوټ» نوم ورکړل شوی، راغلي چې د ۲۰۱۴ او ۲۰۲۴م کلونو تر منځ به د آلمان په دفاعي لګښتونو کې ۸۰ سلنه لوړوالی راشي چې ارزښت یې ۲۷ میلیارد یورو ته رسیږي. په دې ترتیب ټاکل شوې چې تر ۲۰۲۴م کال پورې آلمان پوځي لګښتونه شاوخوا ۶۰ میلیاردو یورو ته ورسیږي.

بل لوري ته د تیرې دوشنبې په ورځ د بالتیک په سیمه کې د آلماني پوځیانو له ماموریت څخه د لیدنې پرمهال د آلمان د دفاع وزیرې میرمن فون دیر لاین، خبریالانو ته وویل: «دا یو ښکاره سیاسي توافق دی چې تر ۲۰۲۵م کاله پورې د آلمان د پوځي مصارفو کچه د داخلي ناخالصو عوایدو ۱،۵ سلنه ته ورسیږي.»

Baltikum Reise Verteidigungsministerin Von der Leyen
انځور: picture-alliance/dpa/A. I. Bänsch

له واشنګټن سره جنجال

په راتلونکې اوونۍ کې د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې هغه وخت چې د ناټو د غړو هیوادونو د دفاع وزیران سره ویني، د آلمان د دفاع وزیرې فون دیر لاین، له لوري د آلمان د پوځي مصارفو تازه وړاندیز به یو ځل بیا د واشنګټن او برلین ترمنځ د تازه سیاسي جنجال سبب وګرځي.

آن په هغه صورت کې چې د آلمان د حکومت تعهدات د شوي تعهد له مخې پر مخ ولاړ شي، د آلمان د پوځي مصارفو کچه د ناټو د نوورو غړو هیوادونو د غوښتنې سره مطابقت نه لري. د ناټو غړي هیوادونه تر ۲۰۲۴م کاله پورې د دې نړیوال پوځي تړون له ټولو غړو هیوادونو غواړي چې د خپلو پوځي مصارفو کچه دې د خپلو داخلي ناخالصو عوایدو دوه سلنه برخې ته لوړه کړي. پر دغې موضوع په ۲۰۱۴م کال کې د ناټو د ویلز په سرمشریزه کې توافق شوی وو.

د پوځي مصارفو په برخه کې د برلین وړاندیز به یو ځل بیا د آلمان حکومت د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر له توندو غبرګونونو سره مخامخ کړي. تر دې وړاندې ولسمشر دونالد ترمپ، آن د غړو هیوادونو د پوځي لګښتونو د نه لوړیدو په صورت کې له ناټو څخه د وتلو ګواښ کړی وو. اوس مهال د امریکا متحده ایالات د ناټو په سازمان کې د خپلو داخلي ناخالصو عوایدو ۵،۳ سلنه بودیجه ځانګړې کړې ده.

Trump beim NATO Gipfel in Brüssel
انځور: Reuters/R. Krause

دا په داسې حال کې ده چې آلماني چارواکي د بودیجي د کسر د توجیه په برخه کې استدلال کوي چې دغه هیواد اوس مهال د ناټو سازمان په روزنیزو ماموریتونو کې ونډه لري، خپل سرتیري یې د افغانستان په ګډون یو شمیر کړکیچونو سیمو ته استولي او دا چې دغه هیواد د غیر پوځي پراختیا په برخه کې اقدامات تر لاس لاندې نیولي دي.

په مونشن کې د آلمان د پوځ په پوهنتون کې د نړیوال سیاست استاد کارلو ماسالا، په دې هکله دویچه ویله ته وویل: «د مختلطو او ترکیبي جګړو پرمهال، زه داسې بحثونو ته ترجیح ورکوم چې په هغې کې غیر پوځي اقدامات د ناټو د دفاعي چمتوالي په برخه کې نقش ولوبوي.»

Afghanistan - Deutsche Bundeswehr im Einsatz
انځور: Imago/Est/Ost

د آلمان پوځ په ناټو کې یو له سترو تشکیلاتو څخه دی. د دې هیواد پوځ په اروپا کې میشت دی خو د یونان په ګډون د ناټو د نورو غړو په پرتله د آلمان پوځ په بهرنیو ماموریتونو کې د سرتیرو د ونډې له اړخه ډیر ظرفیت لري.

په برلین کې د حکومت په دننه کې جنجالونه هم د دې سبب ګرځیدلی شي چې د ناټو د غړو هیوادونو په منځ کې د آلمان د تعهداتو په برخه کې پوښتنې را ولاړې شي. د آلمان د مالي وزیر اولاف شولتڅ، په دې باور دی چې وړاندوینې ښيي چې آلمان به تر ۲۰۲۴م کاله پورې شاوخوا ۲۵ میلیارده یورو کمه مالیه راټوله کړي. د مالیې د کمې راټولونې په هکله دغه وړاندوینه د دې وزارت په تازه رپوټ کې راغلې ده. سربیره پر دې، داسې وړاندوینې هم شوي دي چې تر ۲۰۲۰م کاله پورې د آلمان اقتصادي وده به له ۸،۱ سلنې څخه ۱ سلنې ته راټیټه شي.

زموږ له آرشیف څخه: