آلمان له ډرون څخه د خپلو هوايي ډګرونو حفاظت کوي
۱۳۹۸ بهمن ۶, یکشنبهد آلمان امنيتي چارواکي وايي چې د هوايي ترافيکو د امنيت له پاره، له ډرون يا بنګنې سره مقابله به له پراخې پانګونې پرته لږ موثره وي.
له ډرون الوتکو څخه د آلمان هوايي ډګرونه د لا امن کيدو له پاره د دغه هيواد هر هوايي ډګر په ابتدايي ډول ۳۰ ميليونه يورو لګښت ته اړتيا لري. دغه خبره د شنبې په ورځ د آلمان د ترانسپورت وزير آزاد تجارت ته د لېواله آزاد دموګرات ګوند د سپيناوي او معلوماتو غوښتنې په ځواب کې وکړه.
خو ياد وزارت نه دي ويلي چې د آلمان څه شمير هوايي ډګرونه دغه ډول دفاعي اقداماتو ته اړتيا لري. آلمان ۱۶ نړيوال او ډير نور کوچني هوايي ډګرونه لري.
د آلمان د ترانسپورت وزارت د «فالکه» يا باښه په نوم د پروژې له وړانديز څخه ملاتړ کوي چې موخه يې له ډرون څخه د هوايي ډګرونو لا ښه حفاظت دی.
اوس مهال داسې پلانونه تر کار لاندې دي تر څو معلومه کړای شي چې هوايي ډګرونو ته نژدې ډرون الوتکې څومره ژر کشف او پيژندل کيدای شي. ويل شوي چې په اړه آزموينې به د آلمان په هامبورګ هوايي ډګر کې ترسره کيږي.
د فونکه رسنيزې ډلې په حواله، ډرون الوتکو په ۲۰۱۹م کال کې د آلمان هوايي ټرافيکو له پاره ۱۵۸ ځله مزاحمت رامنځ ته کړی وو. ډرون الوتکې اجازه نه لري چې د آلمان هوايي ډګرونو يونيم کيلومترۍ ته نژدې پرواز وکړي.
د آزاد دموکرات ګوند سياستوال بيرند رويتر ويلي دي: «ډرون ته به اجازه ورنګړل شي چې د آلمان د هوايي ډګرونو امنيت وګواښي.»