1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان ژغورل شوو مهاجرو ته د پناه پر ورکړې غور کوي

۱۳۹۸ خرداد ۲۸, سه‌شنبه

د آلمان يو شمير ښارونو په مديترانه کې د ژغورل شويو مهاجرو د منلو وړاندیز کړی. خو آلماني چارواکو ويلي چې د «سي – واچ» کښتۍ له خوا د ژغورل شويو دغه ۵۳ مهاجرو په برخه کې به د اروپايي ټولنې مرستې ته اړتيا وي.

https://p.dw.com/p/3KdYM
Sea Watch 3 im Hafen von Catania
انځور: picture-alliance/ROPI

د آلمان د کورنيو چارو وزارت تائيد کړې ده چې د برلين او رونتبورگ په ګډون تر ۵۰ زياتو ښارواليو څخه يې رسمي عریضې ترلاسه کړي چې پکښې په مديترانه سمندرگي کې د «سي ـ واچ» په نوم غیر دولتي ټولنې کښتۍ له خوا ژغورل شويو مهاجرو ته د ځای د ورکړې وړاندیز شوی دی. دا خبر د آلمان خبري آژانس «ډي پي ای» د سه شنبې په ورځ ورکړی دی.

ويل شوي چې د آلمان کابو ۶۰ ښارونو او ښارگوټو د جمعې په ورځ د هغو ۵۳ مهاجرو د منلو وړاندیز کړی دی چې تيره اوونۍ د ليبيا ساحل ته څېرمه ژغورل شوي ول. دې ښارونو د خپلو هڅو د همغږۍ په موخه د «خوندي ټاټوبي» په نامه يو ائتلاف رامنځته کړی دی.

خو چارواکي ويلي چې په آلمان کې د دې مهاجرو تر ميشتولو د مخه بايد د هغوی د دوسيو ارزونه وکړي. د کورنيو چارو وزارت يوه وياند وويل چې په دې اړه تر پريکړې پورې به د اروپايي ټولنې مرستې ته اړتيا وي.

ايتاليا د ژغورونکو کښتيو مخه نيسي

د ايتاليې چارواکو ژغورونکې کښتۍ د دغه هېواد اوبو ته له داخليدو منع کړې دي او ويلي یې دي چې که کومو کښتيو دغه هڅه وکړه نو لوړه نغدي جريمه به ور کړي.

د چهار شنبې په ورځ د ايتاليې د کورنيو چارو سخت دريځه وزير ماتيو سالويني، گواښ کړی وو چې که وليدل شول چې امنيت او نظم ته خطر متوجه دی نو د نويو اقداماتو له لارې به یې وزارت د دوی اوبو ته د کښتيو پر داخليدو بندیز ولگوي. سالويني وويل: «سي – واچ کښتۍ چې په اصل کې د داړامارانو کښتۍ ده، بې شميره وارې یې دغه کار کړی دی.»

هغه زياته کړه چې که سي – واچ بيا له دې بندیز څخه سرغړونه وکړه نو تر ۵۰ زرو يورو زياته جریمه به ورباندې ولگيږي. خو د شنبې په ورځ سالويني بيا له کښتۍ څخه لسو کډوالو ته د کښته کيدو اجازه ورکړه چې ماشومان، ميندواره ښځې او دوه ناروغ نارينه پکښې شامل ول.

مرگونی سفرونه

د بشري حقونو سازمانونو پر سالويني ژغورونکو کښتيو ته د ايتاليې په ساحلونو کې د لنگر اچونې د اجازې نه ورکولو له کبله نيوکې کړي دي او د هغه دا کار یې د «مهاجرت د پديدې سرکوب کول» بللی دی.

د مهاجرت د نړيوال سازمان په حواله له ۲۰۱۵م کال راهيسې کابو نيم ميليون مهاجر له مديترانې سمندرگي تېر شوي او ايتالیې ته رسيدلي دي. له جنورۍ مياشتې راهيسې تر ۳۴۰ زيات کډوال د دې خطرناک سفر په ترڅ کې مړه شوي دي.

bs/ms (Lewis Sanders )

زموږ له آرشیف څخه: