1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له لوږې سره د مبارزې له پاره د آلمان۸۸۰ میلیونه یورو مرسته

۱۴۰۱ مرداد ۱۰, دوشنبه

ټاکل شوې د آلمان دغه مالي مرستي تر ټول دمخه د افریقا او منځني ختیځ هغو هیوادونو ته ورسیږي چي ډیرو کړکیچونو ځپلي دي. په دې ځانګړي حالت کې په دغو هیوادونو کې د دوامداره کرهڼو ملاتړ کیږي.

https://p.dw.com/p/4ExLS
Dürre und Trockenheit am Horn von Afrika
انځور: Daniel Jukes/AP Photo/picture alliance

د آلمان حکومت له لوږې سره د مبارزې له پاره ۸۸۰ میلیونه یورو چمتو کوي.

د یوه سند له مخې چې د فونکه میډیا ګروپ ورځپاڼو په حواله لیکل شوی، د آلمان د پراختیا او همکارۍ فدرالي وزارت په دې مالي ملاتړ سره، په هغو هیوادونو کې پانګونه کوي چې »اړتیاوې يې ډیرې دي، ځکه چې دغه هیوادونه په ورته وخت کې له ډېرو بحرانونو سره مخ دي«. لکه د ایتوپیا، سوډان او کینیا هیوادونه چې له ډیرو کلونو راهیسې له وچکالۍ سرټکوي.

په دې توګه، آلمان په مارچ میاشت کې د لومړي وزیر اولاف شولڅ له خوا د ۴۳۰ ميلیونه یورو  مرسته دوه برابره کړه، ترڅو پر واکراین د روسیې د برید له پایلو سره مبارزه وشي.

دا مالي ملاتړ باید د هغو هیوادونو له پاره هم وي چې له اقلیمي بدلون او وسله والو شخړو سره مخ دي، د بیلګې په توګه، د منځني ختیځ هیوادونه.

م.م: وسله والې شخړې د لوږې اصلي لامل دی

د لیبیا په څیر هیوادونه چې د سوریایي مهاجرو د مهاجرت اصلي ځای دی او د خوراکي توکو بیې پکې ډیرې لوړې دي.

د دغه راپور له مخې، تونس او ​​مصر چې تر ډېره له روسیې او اوکراین څخه د غلې دانې پر صادراتو متکي دي، هم له دغو مرستو څخه برخمن کیږي.

د آلمان د پراختیا او همکارۍ وزارت د څرګندونو له مخې، د دغو مرستو هدف په لنډ مهاله توګه د مرسته شویو هیوادونو له وګړو سره کمک دی او په اوږدمهاله توګه به د لیږد او کرهڼې په برخه کې وي.

د آلمان صدراعظم شولڅ په دې وروستیو کې ټینګار وکړ چې دوامداره کرهڼه، په ځانګړې توګه په دغو هیوادونو کې، د دې لامل کیږي چې پوتین نور د غنمو دانې د وسلې په توګه ونه کاروي.

د آلمان د پراختیا او همکارۍ وزارت دغه مرستې د ملګرو ملتونو د مرستندویه سازمانونو او غیر دولتي سازمانونو لکه د آلمان «د نړۍ له وږو سره د مرستي سازمان» او اکسفام له خوا کوي.

افغانستان کې د لوږې کړکیچ