1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان، فرانسې او بریتانې د سعودي د برید تور پر ایران اچولی

۱۳۹۸ مهر ۲, سه‌شنبه

تر امریکا وروسته اوس آلمان، فرانسې او بریتانیې هم د سعودي عربستان د نفتو پر مهمو تأسیساتو باندې د برید له پاره ایران مسوول بللی دی. خو د درو واړو هیوادونو مشرانو پر دیپلوماتیکه حل لاره باندې ټینګار کړی دی.

https://p.dw.com/p/3Q8li
Saudi-Arabien | Nach Angriff auf Ölanlagen in Saudi-Arabien
انځور: picture-alliance/dpa/Bildfunk/A. Nabil

آلمان، بریتانیې او فرانسې د دوشنبې په ورځ ویلي دي چې په روانه میلادي میاشت کې د سعودي عربستان د نفتو پر تأسیساتو باندې د برید تر شا د ایران لاس دی او پر تهران باندې یې غږ کړی دی چې له نور «لمسون» څخه ډډه وکړي.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل ماکرون، د آلمان صدراعظمې انګلا مېرکل، او د بریتانیې لومړي وزیر بورس جانسن، په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ په څنډه کې تر یوې غونډې وروسته په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي دي: «دا موږ ته روښانه ده چې د دغه برید مسوولیت د ایران پر غاړه دی. [د دغه برید په اړه] بل کوم وضاحت ته اړتیا نه شته.»

خو دغه درې سره اروپایي قوتونه چې په ۲۰۱۵م کال کې له ایران سره د شوي اتومي تړون لاسلیکوونکي هم دي، پر دې ټینګار کوي چې دیپلوماسي په منځني ختیځ کې د بالقوه کړکیچ د مخنیوي ځواب دی. دا په داسې حال کې ده چې امریکا متحده ایالات په یو اړخیز ډول له دغه تړون څخه ووته.

په دغه ګډه بیانیه کې وړاندې راغلي دي: «اوس د ایران له پاره هغه وخت رارسیدلی دی چې د خپل اتومي پروګرام او همداشان د سیمه ایز امنیتي موضوعاتو چې په کې د توغندیو پروګرام هم شامل دی، له پاره د اوږد مهاله مذاکراتو چوکاټ ومني.»

په اعلامیه کې پر ایران غږ شوی دی چې یوه ډیالوګ ته ژمن پاتې شي او له هر ډول نوي لمسون او د کړکیچ د ډیریدو څخه ډډه وکړي. په اعلامیه کې دا هم راغلي دي چې دغه برید په سیمه کې د تشدد د راکمولو، د پایداره دیپلوماتیکو هلو ځلو او له ټولو اړخونو سره د بوختیا اړتیا هم جوتوي.

په عین وخت کې د بریتانیې لومړي وزیر بورس جانسن له ان بي سي، سره په یوه مرکه کې ویلي دي چې د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، کولای شي له ایران سره تر پخوا یوه ښه اتومي تړون ته ورسیږي: «زه فکر کوم چې یو سړی شته چې بهتره تړون کولی شي [...] او هغه د متحده ایالاتو ولسمشر دی. زه هیله لرم چې د ترمپ له خوا یو مذاکره شوی تړون رامنځ ته شي.»

دا په داسې حال کې ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف، د یوه نوي تړون په هکله مذاکرات رد کړي. هغه د خپل ټویټر په پیغام کې لیکلي دي چې اروپایي هیوادونه په دې کې پاتې راغلي دي چې د ۲۰۱۵م کال د تړون له مخې «خپل مکلفیتونه سر ته ورسوي».

د اروپايي هیوادونو مشرانو اعلامیې پر ایران باندې فشار لا زیات کړی دی. تر دې دمخه متحده ایالاتو او سعودي عربستان د سپتمبر په ۱۴ نیټه د شوي برید تور پر تهران اچولی وو. دغه برید په موقتي ډول د سعودي عربستان د تیلو محصولات نیمایي ته راټیټ کړي ول.

د ایران له ملاتړ څخه برخمن حوثي یاغیانو چې په یمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ د یوه پوځي ائتلاف پر ضد جنګیږي پر سعودي عربستان باندې د شویو بریدونو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی، خو امریکایي چارواکو ویلي دي چې په احتمالي ډول دغه برید له ایران یا عراق څخه شوی دی. ایران په دغه برید کې خپله هر ډول ښکیلتیا ردوي او وایي چې حوثي یاغیان پر خپل هیواد باندې د سعودي عربستان په مشرۍ د بمبارۍ د «غچ اخیستلو له پاره هر ډول دلیل لري».

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، د آلمان، فرانسې او بریتانیې څخه د متحده ایالاتو د استدلال له ملاتړ کولو څخه مننه کړې ده.  هغه د خپل ټویټر په پیغام کې وړاندې لیکلي دي: «دغه څه به دیپلوماسي او د سولې داعیه غښتلي کړي. موږ له هر هیواد څخه غواړو چې د ایران د اقداماتو له غندلو سره یو ځای شي.»

sr/ms sr/ms (afp, ap, reuters, dpa)