1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان، فرانسې او بريتانيې ايران ته خبرداری ورکړ

۱۳۹۸ دی ۲۳, دوشنبه

د فرانسې ولسمشر او د آلمان او بريتانيې لومړي وزيرانو پر ايران ږغ کړی چي بايد اتومي تړون ته ژمن پاته سي.

https://p.dw.com/p/3W79n
Frankreich Biarritz 2019 | Boris Johnson, Angela Merkel & Emmanuel Macron
امانيول ماکرون، انګېلا مېرکل، بوريس جانسن ـ آرشيف انځورانځور: Getty Images/A. Parsons

د آلمان لومړۍ وزيري انګېلا مېرکل، د بريتانيې لومړي وزير بوريس جانسن او فرانسوي ولسمشر ايمانويل ماکرون ايران ته خبرداری وکړی دی چي اتومي تړون دي پلي کړي. دا په داسي حال کي چي په پاريس کي د بهرنيو چارو د وزيرانو په بېړنۍ غونډه کي هم ياده موضوع مطرح ده.

د آلمان، فرانسې او بريتانيې مشرانو په يوه مشترکه اعلاميه کي په «ټينګار» سره له ايرانه غوښتي چي «په بشپړه توګه د ويانا د اتومي تړون سره په ټکر کي اقدامات دي بېرته واخلي او د دغه تړون بشپړه مراعت ته دي راوګرځي.»

په ۲۰۱۵ کال په ياد تړون کي ايران د ملګرو ملتونو د دايمي غړو او آلمان سره تفاهم کړی ؤ چي خپل اتومي تاسيسات به د اتومي انرژۍ د څار نړيوالې ادارې ته پرانيزي چي کنترول يې وکړي او په بدل کي به له دغه هيواد څخه بنديزونه ليري کيږي. خو د امريکا متحده ايالات په ۲۰۱۸ کال د ولسمشر ترمپ په مشرۍ له دغه تړون څخه ووتل. دليل يې دا ؤ چي دغه تړون بايد له سره تر بحث لاندي ونيول سي چي پکښي پر ايران د توغنديو د ازموينو په تړاو هم مکلفيتونه ولګول سي. خو ايران دغه غوښتنه ردوله. امريکا د ۲۰۲۰ کال په جنوري مياشت کي په عراق کي د ايران د مليشو د قومندان قاسم سليماني د وژنې پړه ومنله. په غبرګون کي ايران اعلان وکړ چي ځان نور اتومي تړون ته مسؤل نه بولي.

په عيني حال کي په ايران کي احتجاجونه ادامه لري. احتجاج کوونکي غواړي چي په ايران کي د اوکرايني مسافر وړونکي الوتکي د ويشتل کېدنې او وروسته د اصلي لاملونو د پټ ساتلو له کبله بايد چارواکي مسؤل وگڼل سي. په دغه واقعه کي د الوتکي ۱۷۶ مسافر او کارکوونکي وژل سوي ول. په ټولنيزه رسنيو کي د احتجاجونو داسي ويډيوګانې خپرې سوي چي ښيي چي ايراني پوليس پر مظاهره کوونکو ډزي، ورباندي اوښکي بهېونګی ګاز استعمالوي او وهل کوي. خو د دغو انځورونو پخلی لا تر اوسه نه دی سوی.

AG/AWA/BS