1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

آلمان ـ یوه سړي خپله مور، پلار او ۴ نور کسان په ډزو ووژل

۱۳۹۸ بهمن ۵, شنبه

یوه ۲۶ کلن سپورتي نښه ویشتونکي د جمعې په ورځ (شاوخوا ۱۲:۴۵ دقیقې) د خپلې کورنۍ پر غړو ډزې کړي او شپږ تنه یي وژلي دي.

https://p.dw.com/p/3WngZ
Deutschland Schüsse in Halle
انځور: picture-alliance/dpa/S. Willnow

پيښه د آلمان د سویل لویدیځ ښار «روټ ام زی» په «دویچه کایزر» میلمستون کې رامنځته شوی ده. کله چې پولیس ورسیدل د دوو تنو مړي د میلمستون په ودانۍ کې دننه او د دوه نورو جسدونه د میلمستون له ودانې څخه د باندې وموندل شول. د «بلډ» ورځپاڼې د لومړنیو تحقیقاتو په حواله ویلي دي چې ډزې کونکی یو ۲۶ کلن سړی دی چې له خپل نیمه اوتوماتیکې وسلې سره یي خپل قربانیان په نښه کړي دي.

د بلډ ورځپاڼې د معلوماتو له مخې دا یوه فاميلې شخړه وه او په وژل شویو کې د نوموړي شخص(ډزې کونکی) مور او پلار هم شامل دي. په دې پيښه کې دوه تنه نور ټپیان شوي دي چې د یوه وضعیت یي د اندیښنې وړ بلل شوی دی.

د دغه هلک پلار په نوموړي میلمستون کې سپورتي میخانه لرله او له خپلې ښځې څخه یي جلا ژوند کاوه. دا ښځه د خپل اول میړه له لور او لمسي سره دغه میلمستون ته د میلمه په توګه ورغلې وه. ویل کیږي چې نوموړۍ ښځه د خپلې مور د ښخولو په مراسمو کې د ګډون له پاره چې په موټر کې شاوخوا دوه نیم ساعته له دې ځایه لیري دی د آلمان د ختیځ پر لور د سفر اراده درلوده.

په آلمان کې دې ته ورته د ډزو پيښې کمې رامنځته کیږي. تیر کال په اکتوبر میاشت کې یوه ښي اړخي افراطي د دغه هیواد په لویدیځ ښار هاله کې په ډزو سره دوه تنه ووژل. دغه کس هڅه کوله د یهودانو یوه عبادتځای ته ورننوځي.

د ۲۰۱۶ م کال په جولای کې یوه قانوني سن ته نه رسیدلي تنکي ځوان د خریدارۍ په یوه مرکز له توفنچې سره پر خلکو ډزې وکړې او نهه تنه یي ووژل چې وروسته یي بیا پخپله ځان هم په ډزو وواژه.

آژانسونه/ش.ن/ا.ا

پر ورته موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: