آلمان ـ ښايي سفارتي پرسونل مو کابل ته ستون سي
۱۴۰۰ آذر ۱۴, یکشنبهد آلمان د حکومت له خوا د افغانستان له پاره ټاکل شوی ځانګړی استازی، ياسپر ويک، البته دا هم زياتوي چې دا په ديپلوماتيک ډول د طالبانو د رژيم د په رسميت پېژندلو معنی نه ورکوي.
پر دغې خبرې ويک د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۱ کال د دسمبر ۴نېټه) د ويليګست په ښار کې د افغانستان په هکله د پروتستانت اکاډمۍ د ۳۵ مې غونډې پر مهال ټينګار وکړ. د هغه په وينا د سفارت تر پرانيستلو تر مخه البته بايد امنيتي ستونزې هم حل شي.
ويک دا هم وويل چې په اوړي کې له افغانستان څخه د آلمان پوځ راوتل دا معنی نه لري چې آلمان د افغانستان له پاره خپلې مرستې بندې کړې دي، بلکې د اګست د ۱۵مې نېټې راهيسې ۳۰۰۰ افغانې ښځې او نارينه له افغانستان څخه راويستل شوي دي. سربېره پر دې آلمان د کال تر پايه پورې اضافه ۶۰۰ ميليونه يورو د بشري مرستو له پاره په اختيار کې ورکوي.
په آلمان کې د پروتستانت کليسا د سولې استازي، رېنکه برامس، په نظر بايد د پناه غوښتنې پر قضيو د افغانستان په اړه د کليسا د فعاليتونو په برخه کې تمرکز وشي. د هغه په خبره يوه تر ټولو مهمه غوښتنه يې د پناه دغسې بهيرونو ته بې له ځنډه لاسرسی دی.
ياد روحاني استازي د آلمان د نوي حکومتي ائتلاف له خوا په نوي ائتلافي تړون کې د افغانستان د ماموريت د ارزونې پلاوي او د يوه ارزونکي پارلماني کميسيون د رابللو هر کلی هم کړی دی.
آ./ن.ص./ا.ا.
پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور (31.05.2017):