آلمان غواړی د افغانان پوليسو د روزنې لپاره نور پوليس افغانستان ته ولېږی
۱۳۸۶ اسفند ۶, دوشنبهاعلان
د آلمان د بهرنيو چارو وزير شتاين ماير او د آلمان د نننيو چارو وزير شايبلې په گډه سره دغه خبره په يوه آلماني ورځپانه Frankfurter Allgemeine Zeitung کې پرون بيان کړی ده. دوی دې ته چمتو دی، چې افغانستان ته شپيته نور پوليس ولېږی. اوسمهال په افغانستان کې شپيته آلماني پوليس د افغان پوليسو په روزنه د نور اروپايي هېوادونو پوليسو تر څنگ کار کوي.
د آلمان د بهرنيو چارو وزير شتاين ماير او د آلمان د نننيو چارو وزير شايبلې د نورو اروپايي هېوادونو څخه هم غوښتنه کړی ده، چې افغانستان ته نور پوليس وليږی.