آلمان غواړي د ښي اړخو پر ضد عملیات قوي کړي
۱۳۹۸ مرداد ۲۸, دوشنبهد دې له پاره چې د ښي اړخي ترهګرۍ او انفرادي جرمونو پر وړاندې په لا زیاته ښه توګه مبارزه وشي، د آلمان د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې (BKA) تشکيل به پراخه کړای شي. د دې ترڅنګ به په راتلونکي کې د آلمان په ویسبادن ښار کې د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې په چوکاټ کې د «کرکې د جرمونو پر وړاندې د مبارزې مرکز»هم رامنځته شي.
رسنیو د نوموړي ادارې نوي پلان ته په اشارې سره ویلي دي چې د نويو تشکیلاتو له پاره ۴۴۰ نوي بستونه هم باید ایجاد شي. د دې اقدام دلیل او پسمنظر د وسله وال ښي اړخي افراطیت د مخ پر ډیریدونکی خطر په ګوته شوی دی.
د آلمان د اساسي قانون د حفاظت ادارې په حواله په هرو دوو ښي اړخو کې تر یوه زیات یي «تاوتریخوالي خوښونکی» ښودل شوی دی، د داسې کسانو شمیر په ۲۰۱۸کال کې ۱۲۷۰۰ انسانان ښودل شوي وو. په آلمان کې تاوتریخوالي ته د چتمو ښي اړخو افراطیانو شمیر په پرله پسې ډول زیاتیږي او تر دې د یوه کال مخکې په پرتله په کې ۳،۲ سلنه زیاتوالی رامنځته شوی دی.
رسنیو د راتلونکي پلان د سند په حواله ویلي دي چې په راتلونکي کې به دوه ادارې یا څانګې د ښې اړخیتوب پر وړاندې د مبارزې په برخه کې مصروفه وي. ښي اړخي شبکې به په راتلونکي کې ډیر ژر وپيژندل شي او همدارنګه به په ملي او بین المللي کچه د ادارو ترمنځ د معلوماتو تبادله بهتره شي.
په عین وخت کې د ښي اړخو افراطیانو له خوا د خطر معلومولو د ارزیابې یو سیستم هم پلان شوی دی، داسې یو سیستم چې لا پخوا د اسلامستي تروریزم په برخه کې موجود وو.
د کرکي زیږونکو پر وړاندې اغیزمنه مبارزه
د دغو رپوټونو په حواله د آلمان د جنایي چارو اداره غواړي په انټرنټ کې د کرکي پیدا کونکو جنایتونو په ارتباط «د جدي مبارزې مرکزي دفتر» رامنځته کړي. په دې ترتیب سره نو ټاکل شوی ده چې د نورو ترڅنګ به انټرنټي څار زیاته شي، څو په دې توګه وکولای شي کرکه زیږونکي او ګواښونکي پيغامونه ژر وپيژندل شي.
په همدې منځ کې د آلمان د پارلمان پخواني مشر نوربرت لامرت، د نفرت پيداکونکو تحرکاتو او تبصرو له پاره د جدیت او شدید تعقیب غوښتنه کړې ده.
ust/kle (dpa, afp, kna)/sn./bs
پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: