1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان غواړي د مسلکي کاري ځواک مهاجرت زیات کړي

۱۳۹۷ آبان ۲۳, چهارشنبه

د متخصص او مسلکي کاري ځواک شدیده تشه، د آلمان اقتصادي ګواښي. آلمان غواړي د مسلکي کاري ځواک د راجلبولو په نړیوال رقابت کې مخکښ اوسي. خو ټول ګوندونه په دې برخه کې د حکومت له پلانونو سره هم نظره نه دي.

https://p.dw.com/p/38Ewa
Deutschland Symbolbild Flüchtlinge am Arbeitsmarkt
انځور: picture-alliance/dpa/M. Schutt

ټاکل شوی ده چې په راتلونکي کې انجینران، نانوایان او نور مسلکي کاري ځواک له اروپایې اتحادیې بهر هیوادونو څخه په آلمان کې د کار د لټولو له پاره شپږ میاشتې په آلمان کې د پاتې کیدو اجازه (شپږ میاشتنې ویزه) ترلاسه کړي.

د مسلکي کاري ځواک د مهاجرت قانون په دې طرح کې چې د آلمان د حکومت له خوا جوړ شوی دی له دې موضوع څخه یادونه شوې ده.

په شتوتګارت کې د آلمان د کار وزیر هوبرتوس هایل، وایې چې فکر کوي چې دا قانون به د عیسوي اختر (کریسمس) څخه مخکې د حکومتي کابینې له خوا تصويب شي.

په دې مسوده کې راغلي دي، هغه کاري مسلکي ځواک چې ټاکل شوی ده آلمان ته راشي باید په کافي اندازه آلماني ژبه یاده کړه او یا هم په لوړه کچه پر آلماني ژبې تسلط ولري.

وروسته تر دې چې د حکومتي ائتلاف غړي په دې اړه تر سختو بحثونو او جنجال وروسته یوې موافقې ته ورسیدل، حکومتي کابينې د اکتوبر په میاشت کې د دې قانوني مسودې اساسي ټکي تائید کړل.

Deutschland Flüchtlinge Handwerk Ausbildung Symbolbild
تمه کیږي چې دا قانون به د عیسوي اختر (کریسمس) څخه مخکې د حکومتي کابینې له خوا تصويب شي.انځور: picture-alliance/dpa/R. Jensen

ټاکل شوی ده چې د نوې مسودې له مخې به د بهرنیو اسنادو د په رسمیت پیژندلو بهیر چټک کول او په بهرنیو هیوادونو کې د آلماني ژبې د یادولو په برخه کې د ملاتړ زیاتول، د مسلکي کاري قوې د جذب د قانون یوه برخه وګرځول شي.

د اوسنیو قوانينو له مخې یوازې هغه مسلکي کاري ځواک کولی شي آلمان ته راشي، چې په دغه هیواد کې د نوموړی رشتې یا څانګې متخصص ته شدیده اړتیا موجوده وي. خو د نوي قانون له مخې ټاکل شوی ده دغه محدودیت حذف شي.

په آلمان کې د اولویت د بررسۍ قانون شتون لري چې پر بنسټ یې هغه وخت یو بهرنی کولی شي په آلمان کې کار ترلاسه کړي چې د دې کار له پاره بل هیڅ آلمانی شتون ونه لري. خو اوس ټاکل شوی ده د نويې مسودې له مخکې د لومړيتوب د بررسۍ دغه قانون حذف شي.

په نوی مسوده کې راغلي دي «خو د کار په بازار کې تغیراتو ته په کتلو سره د دې امکان پاتې کیږي او مسئولين کولی شي د کار بازار په هغو برخو کې چې د بی روزګارۍ کچه تر متوسطې اندازې لوړه وي او یا هم د ځانګړو مسلکونو له پاره د لومړيتوب بررسي پر خپل ځای پاتې شي او یا دا قانون دوباره عملي شي».

په مسوده کې زیاته شوې ده هر هغه څوک چې د مسلک د زده کړې له پاره آلمان ته راځي او دا امکان له لاسه ورکوي هغه ته د د کار د زده کړې د یوه نوي ځای د پیدا کولو له پاره شپږ میاشتې وخت ورکول کیږي.

په آلمان کې د کار ورکونکو د اتحادیې مشر اینګو کرامر ویلي دي: «یوازې باید پر دې تمرکز ونه شي چې اکاډمیک یا روزل شوي مسلکي کسان آلمان ته راولو، بلکې له دې نوي قانون سره باید د هغو کسانو جذبول هم ممکن وګرځي چې کولی شي په آلمان کې لا زیاتې مسلکي زده کړې ترلاسه کړي».