1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان غواړي د ایران پر يوه هوایي شرکت بندیزونه ولګوي

۱۳۹۷ بهمن ۱, دوشنبه

له میاشتو راهیسې اروپايي هیوادونه د هغو سازمانونو او وګړو پر ضد د قاطع اقداماتو غوښتونکي دي چې د ایران له استخباراتي ادارې سره تړاو لري. ویل کیږي چې د ایران ماهان هوایي شرکت د دغه هیواد امنیتي کړیو ته نزدې دی.

https://p.dw.com/p/3Bta4
Jemen Luftangriff auf dem Flughafen in Sanaa
انځور: AFP/Getty Images/M. Huwais

د آلمان رسنیو د دوشنبې په ورځ رپوټ ورکړی دی چې د دغه هيواد حکومت د ایران پر ماهان هوايي شرکت باندي بندیزونو لګولو ته چمتوالی نیسي. دغه بندیزونه پر دې شرکت باندې په اروپا کې د ایران د غیرقانوني فعالیتونو له کبله لګول کیږي.

په دغو فعالیتونو کې د هغه په خټه افغان آلماني ترجمان قضيه هم شامله ده چې د آلمان په پوځ کې يې د ژباړونکي په توګه کار کاوه، خو په عین حال کې يې له ډیري مودې راهیسې د ایران له پاره جاسوسي کوله.

د درو آلماني رسنیو د رپوټونو په حواله تمه کیږي چې د آلمان د هوایي چلن فدرالي اداره تر راتلونکې اوونۍ پوري له ماهان هوایي شرکت څخه په آلمان کې د فعالیت جواز واخلي.

امریکایي چارواکي له کلونو راهیسې پر ماهان هوایي شرکت باندې تور لګوي چې د دې هیواد له سپاه پاسدران سره نزدې اړیکې لري. امریکا په ۲۰۱۱م کال کې دغه هوایي شرکت د ترهګري مادي ملاتړی بللی وو.

اروپا ته ګواښ

د روانې میاشتي په لومړیو ورځو کې اروپايي چارواکو د ایران د امنیت وزارت او استخباراتي ادارې پر ضد جزائي تدابیر وضع کړل. د دغو تدابیرو لامل په فرانسه، ډنمارک، هالند او نورو اروپایي هیوادونو کې د ایران د اپوزیسیون غړو د وژلو ناکامې توطیې ښوول شوي دي.

پر ایراني اجنټانو باندي تور دی چې غوښتل یې په فرانسه کې د ایران د اپوزیسیون پر یوې اعتراضي غونډي بمي برید وکړي او په ډنمارک او هالند کې ایراني عرب منتقدین ووژني.

په جولای میاشت کې بیا آلمان یو ایرانی دیپلومات په دې تور ونیو چې یوې ایرانۍ– بلجیمې جوړې ته یې په پاریس کې د برید کولو په موخه یو بم برابر کړی وو. دغه دیپلومات بیا وروسته له آلمان څخه اخراج شو.