1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: زرگونو کسانو د پناه غوښتونکو په ملاتړ مظاهرې کړي

۱۳۹۹ شهریور ۳۱, دوشنبه

د آلمان په پلازمېنه او یو شمیر نورو ښارونو کې په زرگونو کسان د موریا کمپ د پناه غوښتونکو په پلوۍ او ملاتړ کې سړکونو ته راوتلي ول. دوی له حکومت څخه د مهاجرو د لا زیات ملاتړ غوښتنه وکړه.

https://p.dw.com/p/3imnO
Deutschland | Demonstration für Evakuierung griechischer Lager in Berlin
انځور: Christian Mang/Reuters

د یکشنبې په ورځ (د سپټمبر میاشتې ۲۰ نیټه) د آلمان په پلازمېنه برلین کې په زرگونو کسانو یو لوی مارش ترسره کړ او د آلمان له حکومت څخه یې غوښتنه وکړه چې د هغو مهاجرو د دوباره میشت کولو په برخه کې اقدام وکړي چې له یوه نامعلوم برخلیک سره مخامخ دي.

تیره اونۍ د یونان په لیسبوس ټاپو کې د مهاجرو په ټر ټولو لوی کمپ «موریا» کې اورلگېدنه رامنځته شوې وه چې له امله یې ډیر شمیر پناه غوښتونکي له موقتي سرپناه څخه هم محروم شول.

د مظاهرې گډونوالوغوښتنه کوله چې حکومت باید له دغو مهاجرو سره د مرستې د بندولو پر ځای دغه مرستې لا زیاتې کړي. یو شمیر مظاهره کونکو داسې لوحې په لاس کې نیولي وو چې په هغې کې لیکل شوي وو«مونږ سره ځای شته. څوک شاته یعنې هلته مه پریږدئ.»

د پولیسو په وینا په برلین کې مارش د بشري حقونو د مختلفو ټولنو له خوا تنظیم شوی وو چې له ۵۰۰۰ ډیرو انسانانو په کې گډون کړی وو. پر برلین سربیره د آلمان په کولن، مونشن او لایبزیک ښارونو کې هم ورته مظاهرې شوي دي. د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې هم ورته یوه مظاهره شوې ده.

یوازې هغه کورنۍ چې ماشومان ورسره دي منل کیږي

په موریا کمپ کې تر اورلگېدنې وروسته تیره اونۍ د آلمان حکومت ویلي وو د ۴۰۸ داسې کورنیو ۱۵۰۰ تنو غړو ته پر پناه ورکونې غور کوي، چې ماشومان ورسره دي.

آلمان چې د کومو پناه غوښتونکو د منلو خبره کړې ده هغه د یونان د مهاجرو په مختلفو کمپونو کې دي او دوی ته د یونان په کمپونو کې د محفوظ پناه غوښتونکو درجه ورکړل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې آلمان مخکې تر دې ویلي وو چې دغه هیواد د اروپایي اتحادیې له خوا د ترسره کیدونکو هڅو په لړ کې ۱۵۰ بی سرپرسته ماشومانو ته پر پناه ورکونې غور کوي. 

Flüchtlinge auf Samos
انځور: Angelos Tzortzinis/dpa/picture-alliance

د یونان په یوه بل کمپ کې هم اور لگېدلی

د یونان په لیسبوس ټاپو کې د مهاجرو په یوه کمپ (موریا) کې تر اورلگېدنې نږدې دوه اونۍ وروسته، په ساموس ټاپو کې هم د پناه غوښتونکو د نوم ثبتونې او هرکلي په یوه مرکز کې اورلگېدنه رامنځته شوې ده. اور تر کنترول لاندې راوستل شوې او ۶۰ تنه بی سرپرسته ماشومان یوه هوټل ته انتقال شوي دي. دغه اورلگېدنه د یکشنبې په شپه د یونان د ساموس ټاپو د واتی په نوم مهاجرو په یوه کمپ کې رامنځته شوې وه.

تر اوسه پورې د دې اورلگېدنې علت نه دی معلوم. په یونان کې د بی پولي داکترانو سازمان په خپل تویتر کې لیکلي دي چې داکترانو د داسې کسانو درملنه کړې ده چې د لوگي د تنفسولو له امله له ستونزو سره مخامخ شوي وو. د واتی ښاروال ویلي دي چې احتمالاً درې کانتینره په دې اورلگېدنه کې سوزیدلي دي.

دویچه ویله: ش.ن/ ب.ص