1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«آلمان دې د دینونو د آزادۍ په برخه کې کار وکړي»

۱۳۹۸ آبان ۱۰, جمعه

د آلمان د بامبیرگ ښار اسقف لودویک شیک، د دوشنبې په ورځ په برلین کې وویل چي آلمان باید په نړیواله سطح د دې هڅه وکړي چي ټول دولتونه د دیني آزادۍ حق په رسمیت وپيژني.

https://p.dw.com/p/3SL6o
Treffen der deutschen und polnischen Bischöfe in Tschenstochau Schick und Stanisław
انځور: DW/M. Pedziwol

لودویک چي د آلماني اسقفانو د کنفرانس مشري هم پر غاړه لري، د تیرې دوشنبې په ورځ (د اکتوبر میاشتې ۲۸مه نیټه) وویل چي د « ادیانو آزادي» یو لوی امتیاز او حق دی چي انسانانو ته ورکول کیږي. لودویک زیاته کړه چي «په دیني مسایلو کي آزادي نه ورکول یوه ټولنه د ښې ودي او پرمختگ څخه راگرزوي.»

دغه خبري هغه د برلین د کونراد ادیناور بنسټ په یوه کنفرانس کې وکړې چي د «دیکتاتورو او لیبرالو د اساسي قانون لرونکو دولتونو کي د ادیانو» تر عنوان لاندي جوړ شوی وو.

اسقف لودویک پر دې باندي ټینگار وکړ، چي د ادیانو په آزادي کي دا هم شامله ده، چي «یو څوک د یوه دین او مذهب څخه وځي او یو بل مني». په خبره یې هغه کسان چی نور عیسوي کلیسا ته نه ورځي او ترې وځي، دا معنی نه لري چي هغوی د دین او مذهب څخه هم وتلي دي. هغه ټینګار وکړ چې باید په دې هکله سړی له ډیر احتیاط څخه کار واخلي.

Treffen der deutschen und polnischen Bischöfe in Tschenstochau
انځور: DW/M. Pedziwol

هغه وویل: « زه پخپله ډیر داسي کسان پیژنم چي د کلیسا څخه په مختلفو دلایلو سره خارج سوي دي، د بیلګې په توګه ځینې کسان ځکه وځي چي نور نه غواړي د کلیسا مالیه ورکړې او له دې کبله وځي چي کلیسا ځینې خراب کارونه هم کړي دي. خو پر دې سربیره هم هغوی وایي چي عیسویان دي.»

لودویک زیاته کړه چي پر دې ټولو خبرو سربیره بیا هم کلیساو ته اړتیا شته څو  «دین له کنتروله و نه وځي.»

په عین حال کې د ادغام آلمانۍ مؤسسې اداري مشره  گونکا تورکیلي-دینیرت، وايي چي د ادیانو د بدلیدو حق باید ومنل سي. په خبره یې تر ټولو دمخه د آلمان مسلمانان ډیر وخت دې ته نه دي چمتو چي کسان یې دین تغیر کړي. هغه زیاتوي ،خو  «کله چي په آلمان کي ځوان عیسویان اسلام ته اوړي نو د هغوی والدین هم د دې کار سره رضاییت نه لري او خوشحاله نه دي».

تورکیلي-دینیرت وویل چي په آلمان کي یوازې ۲۰ سلنه مسلمانان په یوې اسلامي اتحادیه کي شامل دي. «زه په خپله داسې فکر کوم چې هیڅ یوه ټولنه هم زما استازيتوب نه کوي.»

د هغې په اند دا چې په آلمان کې د ۸۰ سلنه مسلمانانو استازیتوب په هیڅ یوه سازمان کې هم نه کیږي، یوه ستونزه ده.