1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآلمان

آلمان: دوه سوريايي وګړي په جنګي جرمونو تورن شول

۱۴۰۲ دی ۲, شنبه

په آلمان کې د سوریې هیواد دوه وګړي چې اوسمهال په توقیف کې دي، په جنګي جرمونو او په یوه ترهګریز سازمان کې د غړیتوب تورن شوي دي. دا دوه کسان د داعش یا "اسلامي دولت" د ترهګرې ډلې په غړيتوب تورن شوې دي.

https://p.dw.com/p/4aWT8
Bochum Terrorismus GSG 9 Studentenwohnheim Universität
انځور: picture alliance/dpa

دغه دوه سوریایي وګړي د هغو اقداماتو له امله چې خپله یې ادعا کړې، یوه لسیزه وړاندې په دمشق کې په یوې ترهګرې ډلې کې غړیتوب او جنګي جرمونو تورن شوي دي، چې اوسمهال په توقیف کې دي. داسې ګمان کیږي چې دوی دواړه به له اسلامي دولت ډلې سره یوځای شوي وي.

آلماني څارنوالانو دغه دوه سوريايي وګړي په "جنګي جرمونو" تورن کړي.  دغه دوه کسان د سوریې په پلازمېنه دمشق کې د داعش وسله والې ډلې د یوې برخې په توګه د لسو کلونو له پاره په کار کولو تورن دي.

د آلمان د خصوصي حریم د قوانینو سره سم، د فدرالي څارنوالۍ دفتر د جمعې په ورځ پر خپله ویب پاڼه په یوه بیان کې دغعه دوه کسان د محمد ا. او اسماعیل ک.  په توګه معرفي کړي او د دوی د بشپړ نوم له خپرولو یې ډډه کړې ده.

چارواکو وویل چې دواړه تورن کسان په یوه بهرني ترهګریز سازمان کې د غړیتوب او د یرغمل کولو په تور چې نتیجه یې مرګ وو، نیول شوې.

د شکمنو کسانو په اړه څه پوهیږو؟

د آلماني چارواکو په وینا دغه دوه کسان د ۲۰۱۳ کال په شاوخوا کې له داعش سره یوځای شوي وه.

اسماعیل ک. د هغو کسانو په وژلو تورن وو چې د نړیوال بشردوستانه قانون تر ساتنې لاندې وو. ویل کیږي چې هغه د ۱۲ بندیانو ساتنه کړې او لږترلږه یو یې په ډزو وژلی وو.

محمد ا. په دمشق کې د یوې وسله والې ډلې په جوړولو تورن وو چې د راپورونو له مخې په حکومتي دفترونو کې یې بمونه ایښودل. نوموړی له داعش سره د یوځای کېدو او د شاوخوا ۲۰۰ جنګیالیو په قومانده هم تورن دی.

دغه دوه کسان اوس په آلمان کې په توقیف کې دي. د دوسلدورف په لویدیځ ښار کې یوه محکمه به پریکړه وکړي چې آیا دوی به محاکمه شي او که نه.

په تیره لسیزه کې آلمان لسګونه زره سوریایي کډوال منلي چې د سوریې له کورنۍ جګړې څخه تښتیدلي وو، هغه جګړه چې له ۲۰۱۱ کال راهیسې لاهم روانه ده.

په دې وروستیو کې یو شمېر دغه سوریايي وګړي په خپل هېواد کې د ترسره شویو جرمونو په تور نیول شوي او آن محاکمه شوي هم دي.