1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ۲۰۱۸ په ۶ میاشتو کې نږدې ۶۳۱ زره مهاجرینو حفاظت ترلاسه کړی

۱۳۹۷ شهریور ۴, یکشنبه

د آلمان د حکومتي شمیرو له مخې د ۲۰۱۸م کال په لومړۍ نیمايي کې دغه هیواد له مختلفو هیوادونو شاوخوا ۶۳۱ زره کسانو ته د مهاجرت په برخه کې پناه ورکړې ده. په دې شمیر کې افغان پناه غوښتونکي بیا ۴۳ زره کسان ښوول شوي.

https://p.dw.com/p/33nSf
Deutschland Gespräch Asylsuchende mit Bundesmat für Migration und Flüchtlinge
انځور: picture-alliance/dpa/F. von Erichsen

په آلمان کې د حکومتي شمیرو له مخې د ۲۰۱۸م کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له مختلفو هیوادونو څخه په دې هیواد کې شاوخوا ۶۳۱ زره کسانو ته د مهاجرت حفاظت ورکړل شوی دی. د جمعې په ورځ «د ۲۰۱۸م کال د اګست میاشتې په ۲۴ نیټه» د آلمان حکومت د کیڼ اړخو د ګوند د یوې پوښتنې په ځواب کې دغه شمیرې خپرې کړي دي. د حکومتي شمیرو په اساس په دې شمیر کسانو کې ۳۴۰ زره یې سوریایي، ۱۰۲ زره یې عراقي او ۴۳ زره یې بیا د افغانستان اتباع دي.

بل لوري ته د حکومت له لوري په خپرو شویو شمیرو کې راغلي چې د ۲۰۱۸م کال د جون میاشتې تر ۳۰ نیټې پورې په دې هیواد کې شاوخوا ۴۲ زره او ۵۰۰ کسانو ته پناه ورکړل شوې ده. د حکومتي شمیرو په اساس په دې شمیر کسانو کې ۱۱ زره او ۳۰۰ یې د ترکیې، ۷۰۰۰ د سوریې او ۵ زره او ۸۰۰ نور بیا د ایران هیواد اتباع دي.

په پارلمان کې د کیڼ اړخو د پوښتنې په ځواب کې د آلمان حکومت همدا راز ویلي چې اوسمهال د شاوخوا ۳۰۴ زره او ۵۰۰ کسانو د پناه غوښتنې دوسیې تر ارزونې لاندې دي. د آلمان حکومت زیاته کړې چې په دې شمیر کسانو کې ۷۱ زره یې د افغانستان، ۳۴ زره ۷۰۰ د عراق او ۲۱ زره او ۲۰۰ یې د سوریې اتباع دي.

د حکومتي معلوماتو له مخې په دې ترڅ کې شاوخوا ۲۱۴ زره کسانو د دوهمې درجې حفاظت یا « subsidiären Schutzstatus» ترلاسه کړی دی او له دې جملې څخه دوه پر دریمه یې سوریايي اتباع تشکیلوي.

Deutschland Symbolbild Identitätsprüfung von Flüchtlingen
انځور: picture-alliance/dpa/F. Gentsch

د آلمان حکومت په دغو شمیرو کې د بشري دلالیلو له کبله د اقامو د ورکړې شمیرو ته هم اشاره کړې ده. د آلمان حکومت وايي چي ۸۶ زرو نورو کسانو ته په آلمان کي د پاته کيدو حق ورکول سوی دی. زياته سوې چي دا هغه کسان دي چي پناه يې رد سوې وه خو دا چي و خپل اصلي هيواد ته د لېږد په ترڅ کي يې موانع موجود ول، لکه دا چي د هغوی ژوند ته ګواښ وو، نو دغه کسان نه دي اخراج کړل شوي.
په عین وخت کې د آلمان حکومت ویلي چې په دې هیواد کې شاوخوا ۱۷۴ زره کسان تر يادې نېټي پوري د «Duldung» په نوم سند لرونکي ول. دغه سند هغو کسانو ته ورکول کيږي چي په اصل کي بايد اخراج شي خو اخراج يې ځنډول شوی وي او د دوی په اصطلاح زغمل کيږي. د دا ډول سندونو په درلودونکو کي د نورو تر څنګ د افغانستان، سربستان، عراق، کوسوو او روسیې څخه راغلي مهاجر ياد شوي دي.