آلمان د ځينو افغانانو د منلو پر يوه نوي پروګرام کار کوي
۱۴۰۰ دی ۲۳, پنجشنبهد بهرنيو چارو وزیرې انالينا بېربوک، د چهار شنبې په ورځ د آلمان د نوي ائتلافي حکومت د بهرني سياست په اړه د بحث په ترڅ کې د بشر دوستۍ پر اساس حفاظت ته د اړتيا درلودونکو افغانانو د منلو د يوه نوي پروګرام په اړه خبرې وکړې او په عين حال کې یې وویل چې په افغانستان کې د آلمان د پوځ ماموريت باید وارزول شي.
بېربوک وويل چې د کورنیو چارو له وزيرې نينسي فريزر سره په ګده د هغو افغانانو د منلو له پاره پر يوه بشري پروګرام په چټکۍ سره کار روان دی چې خاص حفاظت ته اړتيا لري.
نوموړې په دې تړاو په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو يادونه وکړه چې باید ساتنه یې وشي او راويستل شي. هغې زياته کړه: «موږ په دې ورځو کې [په افغانستان] کې يو مطلق بشري ناورين تجربه کوو. له دې کبله موږ بايد د بشري مرستو د قوي کولو له پاره هم خپل ټول توان په کار واچوو.»
د جرمني داخله وزیره: افغانان پناه غوښتونکي په آلمان کي د پاتېدو ښه چانس لري
نوموړې زياته کړه چې په دې ترڅ کې يووالي ته اړتيا ده: «په دې مورد کې يوازې د آلمان د حکومت هلې ځلې کافي نه دي» بلکې د اپوزيسيون همکارۍ ته هم اړتيا ده.
د آلمان د کورنیو چارو وزارت د نوي ميلادي کال په سر کې ويلي ول چې واک ته د طالبانو تر رسېدو څو مياشتو وروسته، اوس هم کابو شل زره افغانان ښځې او نارينه له افغانستانه وتلو او آلمان ته د تلو په انتظار دي.
آلمان په افغانستان کې د پاتې ۲۰ زره افغانانو پر ايستلو فکر کوي
واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته آلمان د نورو غربي هېوادونو په څېر د الوتکو له لارې د خپلو سيمه ایزو همکارانو او له خطر سره مخامخ افغانانو په راايستلو لاس پورې کړ.
خو د دوو اونيو په دې عملیاتو کې ټول هغه کسان چې حفاظت ته یې اړتيا لرله، تخليه نه شول او وروسته یې سفر تر سختو شرائطو لاندې د قطر او پاکستان له لارې آلمان ته دوام پيدا کړی.
ب. ص/ ن. ز (DPA)