آلمان – د پوليس او محدودیت نه مراعاتونکو ترمنځ شخړه شوې
۱۳۹۹ فروردین ۲۴, یکشنبهآلماني چارواکو د يکشنبې په ورځ وويل چې د دغه هيواد په اقتصادي ښار فرانکفورت کې يوه نارينه پر پولیسو د ډبرې او اوسپنيزې ميلې حمله کړې ده. دغه پوليس د کرونا ويروس د خپريد د مخنيوی په موخه د لګول شوو ټولنيزو محديتونو د څار په موخه پر ګزمه بوخت ول.
د پوليسو له خوا په يوه خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې پولیسو وروسته له هغې چې په يوه واټ کې يې د خلکو يوه لويه ډله وليده موټر يې ودراوه. د دغو کسانو په اړه ويل شوي چې هغوی د لګول شوي محدوديت څخه ښکاره سرغړونه کړې ده.
زياته شوې چې د پوليسو د موټر له دريدو سره سم، د ډلې له منځه يوه کس د پولیسو پر موټر يوه لويه ډبره واره کړه. وروسته دغه ډله له سيمې وتښتيده خو پولیس د هغو په نيولو بريالی نه شو.
تر دې لږ وروسته په دوهمه پيښه کې د پولیسو پر يو بل افسر باندې د يو ډلې له خوا چې شمير يې شاوخوا شلو تنو ته رسيده حمله وشوه.
په اعلاميه کې زیاته شوې ده چې د دغو کسانو څخه يو شمير يې په لاسونو کې ډبرې، د چت خښتې او اوسپنيزې ميلې درلودې. کله چې پولیسو غوښتل د دغو کسان تعقیب کړي د هغو له ډلې يوه کس د پولیسو په لور يوه پنځه کيلويي فلزي ميله وار کړه خو پوليس بچ شو.
وروسته له پراخې څيړنې چې په هغې کې څرخې الوتکې هم برخه اخیستلې، پوليسو د ښار له يوه اپارتمان څخه شپږ تورن کسان نيولي دي. دوی منلې چې د چړو او تورو په ګډون يې يو شمير وسلې هم ترلاسه کړي دي.
زياته شوې ده چې دا په آلمان کې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د خلکو او پولیسو تر منځ لومړنۍ نښته ده چې رامنځه ته کيږي.