1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: د پروتستانت کلیسا په غونډه کي پر اسلام باندي بحث

۱۳۹۸ تیر ۶, پنجشنبه

«ایا اسلام په آلمان پوري اړه لري؟» دا داسي یوه پوښتنه ده چي له کلونو راهیسي یې په اړه بحث کیږي. خو په دورتموند کي د پروتستانت کلیسا د یوې لويي غونډي پر مهال سیاستوالو او روحانیونو هغه ته واضح ځواب پیدا کړ.

https://p.dw.com/p/3LBh8
Deutschland | Angela Merkel | 37. Deutscher Evangelischer Kirchentag
انځور: picture-alliance/dpa/O. Berg

آلمانیان په دې باندي مشهوره دي چي مشکلاتو په صراحت سره د خپل فکر له لاري حلوي. خو د ژورنالسټې میرف کیکشي، په خبره دغه فورموله په دې موضوع کي  چي «ایا اسلام په آلمان باندي تعلق لري او کنه؛ یو ډول کار نه ورکوي.». هغه وایي چي په دې مورد کې باید سړی تصمیم له زړه څخه ونیسي.

دغې ځوانې مسلمانې بلاگرې د تیري شنبه په ورځ (د جون پر ۲۲مه نیټه) په دورتموند کي د پروتستانت کلیسا د یوې لويي غونډي پر مهال په هغه بحث کي برخه واخیستله چي په کي د آلمان پخواني جمهوررييس کریستیان ولف، د مسلمانانو د مرکزي شورا رییس ایمن مازیک، او اسقفې پیترا بوس –هوبر هم برخه اخیستې وه. د هغوی له پاره خبره واضح وه چي «اسلام په جرمني پوري اړه لري». په آلمان کي د زیږیدلې میرف کیکشي، له پاره هم موضوع همداسې ده.

د آلمان د عیسوي مذهب دواړه لویي فرقې یعني کاتولیکان او پروتستانتان د کلونو راهیسي خپل غړي له لاسه ورکوي او په ۲۰۱۷م کال کي یې تعداد ۴۴،۸ ملیونو ته راکم سو. په همدې حال کي بیا د کورنیو چارو وزارت د ارقامو په حواله په دغه هیواد کي څه نا څه ۴،۷ میلیونه مسلمانان ژوند کوي. په دې ډول نو اسلام که «هغه په آلمان پوري تعلق ولري او یا نه» په حقیقت کي موجود دی.

Kirchentag 2019 Podiumsdiskussion mit Christian Wulff
پخوانی جمهورریس،کرییتیان ؤلفانځور: picture-alliance/Flashpic/J. Krick

ولف نهه کاله مخکي له خپلي مشهوري جملې سره چي «اسلام په آلمان اړه لري» دې موضوع ته یو نوی تحرک ورکړی وو. اوس یې بیا د دغي غونډی پر مهال ټینگار وکړ چي«په طبعي توګه اسلام د عیسویانو او یهوادنو تر څنگ په آلمان پوري اړه لري». په خبره یې اساسي قانون په دې هکله واضح ځواب لري: یعني د ادیانو آزادي. هغه وویل چې راتلونکې په یوه لیبراله او رنگارنگه ټولنه کي پرته ده: « زه په علاقه مندۍ سره یوه رنگارنگه ټولنه غواړم او نه د هغه برعکس.»

ولف همدارانگه وویل: «دا مهمه ده چي د دې زیگنال ورکړل سي چي انسانان له ټولو هغو شیانو سره چي یې لري، له هغو سره یو ځای په ټولنه پوري هم اړه لري. خو مهمه دا ده چي یو د بل په مقابل کي زغم او تحمل موجود وي.»

Zentralrat der Muslime in Deutschland, Vorsitzender Aiman Mazyek
انځور: picture-alliance/dpa/O. Berg

هغه زیاته کړه: «آلمان د ادیانو یوه لویه برخه زغملای سي په دې شرط چي که داسي هر اړخیزه مقررات موجود وي چي ټول یې مراعت کړي.»

په عین حال کي هغه له عیسویان څخه د تواضع غوښتنه وکړه او ویې ویل: «عیسویان نباید ډیر مغروره واوسیږي او داسي دلیل راوړي چي له اخلاقي لحاظه هر څه سم کوي.»

په خبره یې مذهبونه د دې وظیفه لري چي ټولنیز اتحاد رامنځته او ویې ساتي. هغه وویل چي «د نظر اظهارول او عقیده تل جرأت هم غواړي نو موږ ټوله د درواغو او تحریکاتو پر ضد راپورته کیدلو ته ضرورت لرو.»

Petra Bosse-Huber Vizepräsidentin der EKD
انځور: DW

د مسلمانانو د مرکزي شورأ رییس ایمن مازیک، بیا دیموکراتیکو ارزښتونو د ښکاره وفادادۍ خبره وکړه او ویې ویل: «زما جمهور رييس شتاینمایر نومیږي او صدراعظمه مي انګلا ميرکل.»

دا په داسي حال کي ده چې مازیک روښانه کړه چې په خواښینۍ سره ځینی بیا دې موضوع ته په عین شکل سره نه گوري. په خبره یې تل او په هرځای کي باید د افراطي قوتونو پر ضد مقاومت وشي.

زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:(11.07.2017 )